یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ايران نوى ولسمشر: د افغانستان د برخلیک په اړه باید په...

د ايران نوى ولسمشر: د افغانستان د برخلیک په اړه باید په خپله افغانان پرېکړه وکړي

تاند (جمعه ،اسد۱۵) -د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د ايران له نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي سره پر افغانستان غږېدلى دى.

 د ايران نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي وايي، د افغانستان د ثبات لپاره د هندوستان د ګټور او اساسي رول هرکلى کوي.

د ايران د ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې بيانيې په خپرولو سره ویلي، نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي د لوړې مراسمو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر سره په ليدنه کې وویل: “ايران او هندوستان په سيمه او په ځانګړي توګه د ډاډمن امنیت ټینګښت لپاره ګټور او اساسي رول لوبولى شي او ايران د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې د نوې ډهلي د رول هرکلى کوي. د افغانستان سرنوشت په اړه باید په خپله افغانان پرېکړه وکړي، خو مونږ په دې باور لرو که چېرې امریکا حالات سبوتاژ نه کړي نو په چټکۍ سره به مسايل حل شي.”

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر د رئیسي د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره ايران ته تللى دى.

ښاغلي شنکر د تېرې جولاى په 7مه تهران کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره داسې مهال ليدلي و چې له قطر څخه د طالبانو يو پلاوى د خبرو اترو لپاره هم دغه هېواد تللى و.

دغه راز د تېرې جولاى په 21مه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ټليفوني خبرو کې په افغانستان کې د سولې پرمختګونه په داسې حال کې تر بحث لاندې نیولي وو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د بشپړېدو په حال کې دي او دارنګه د طالبانو له لوري په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړي توګه کندهار، هلمند، هرات او کندز بريدونه دوام لري.

په ورته مهال د قطر ځانګړى استازى مطلق بن مجيد القطاني د جمعې په ورځ په دوه ورځني سفر نوې ډهلي ته رسېدلى دى.

هغه د پاکستان او افغانستان د چارو لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت مسئول ښاغلي جي پي سېنګ سره وکتل.

تېر جون مياشت کې ښاغلي قحطاني تاييد کړې وه هندي چارواکو په قطر د طالبانو استازو سره ليدلي و.

هند او ایران دواړه د افغانستان د منتخب ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت په مشروعیت ټينګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب