Home+په المپيک لوبو کې د افغان لوبغاړې کيميا يوسفي نوی ريکاډ

په المپيک لوبو کې د افغان لوبغاړې کيميا يوسفي نوی ريکاډ

افغان لوبغاړې کیمیا یوسفي د توکیو په المپیک لوبو کې د ځان په نوم نوی ریکاډ ثبت کړ.

کمیا یوسفي په المپیک لوبو کې د ۱۰۰ مټرو واټن په ۱۳ اعشاریه ۲۹ ثانیو کې وواهه او د خپل ۹ کسیز ګروپ اتم مقام یې وګاټه.

تر دې وړاندې کمیا یوسفي همدومره واټن په ۱۳ اعشاریه ۳۳ ثانیو کې وهلی و چې په دې سره یې په المپیک لوبو کې د ځان په نوم نوی ریکاډ ټینګ کړ.

د یادونې وړ ده چې د ډلییزو لوبو له پای ته رسېدو وروسته کمیا یوسفي د ۲۷ ویشتو ښځینه لوبغاړو د منډو په سیالۍ کې د پنځو هېوادونو له لوبغاړو نه په مخکې کېدو سره دوه ویشتم ځای خپل کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...