جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینماشيرلن چوپړا د شلپا شيټي مېړه د جنسي تيري په هڅه تورن...

شيرلن چوپړا د شلپا شيټي مېړه د جنسي تيري په هڅه تورن کړ

تاند (جمعه د اسد ۸)  هندۍ سينمايي لوبغاړې  او ماډلې شيرلن چوپړا د شلپا شيټي مېړه او سوداګر راج کندرا تورن کړی چی پر دې يې د جنسي تیري هڅه کړې ده.

د هندي رسنيو د رپوټ له مخې باليووډ دغې وتلې لوبغاړې او ماډلې د پوليسو د جرمونو پر وړاندې د مبارزې څانګې ته شکايت کړی دی چې راج کندرا د ۲۰۱۹ کال په مارچ مياشت کې پر دې د جنسي تیري هڅه کړې ده.

داوايي چې د هغه د سوداګرۍ د برخې مدير ته د کار په اړه د بحث لپاره ورغلې وه خو د ناستې له پای ته رسېدو وروسته کندرا له دې پرته چې دا خبره کړې د نوموړې کورته ورغی او د دې ښکلول يې پېل کړل،چوپړا وايي چې دې ورته وويل چې له واده کړي کس سره يې اړيکې نه خوښېږي،خو هغه د دې له مقاومت سره سره پرې د جنسي تيري هڅه کوله.

دا وايي چې راج کندرا يې له ځانه لېرې کړ او ترې تشناب ته وتښتېده.
نوموړې وايي چې هغه ورته ويلي چې له شيلپاشيټي سره يې هم اړیکې ښې نه دي.

بل خوا د چهارشنبې په ورځ د ممبيي محکمې د راج کندهرا ضمانت رد کړ او هغه يې د څورلسو ورځو په مخه زندان ته ولېږه څو نورې پلټنې ترې وشي.

د‌يادونې وړ ده چې راج کندرا اوسمهال په يوې بله قضيه کې د بربنډو فلمونو د جوړولو او په ګرځنده ټيلفونونو کې يې د‌خپرولو په تور د‌پوليسو په بند کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب