جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په افغانستان کې د سیمې د دوو مقتدرو اسلامي هېوادونو تقابل

په افغانستان کې د سیمې د دوو مقتدرو اسلامي هېوادونو تقابل

(عزیزاحمد فضلي)

په نړیواله کچه د امریکا او اروپایي اتحاديې لپاره د چین او روسیې مهارول ستونزمن شوي دي، د جي اووه هېوادونو سږنۍ سرمشریزه او د ناټو ټوله سرمشریزه په چین او روسیې راڅرخیدله، اروپا او امریکا د نړۍ په نورو برخو کې د دغو دوو مهمو هیوادونو تقابل ته ځان چمتو کوي, او په اسیا کې نور نه غواړي چې د دغو دوو مهمو هیوادنو او ایران په وړاندې دغه سیمه تشه پریږدي، نو د دې تشې د ډکېدو لپاره یې تصمیم نیولی چې دا سیمه ترکیې ته وسپاري په نړیواله کچه ترکیه د ایران، روسیې او چین سره په سیالۍ بوخته ده او بل دا چې ترکیه داسې هیواد دی چې اسلامي دی او دلته یې په وړاندې د نورو هیوادونو په نسبت حساسیتونه هم کم دي.

خو ایران هېڅکله نه غواړي چې خپل دایمي مارکېټ (افغانستان) يې د ترکانو لاس ته ولويږي او په خپل ګاونډ کې ترکان د یو خطر په توګه وګوري, دواړه هڅه کوي چې دا سیمه لاندې کړي که څه هم ایران له موږ سره پر پوله پروت ګاونډ هېواد دی چې تر ډېره ورسره تاریخي, مذهبي او کلتوري اړیکې لرو.

دا چې ترکيې د کابل هوايي میدان اړوند چمتووالي وښود او له امریکا سره یې پر دې موضوع د توافق اعلان وکړ, سمدستي ایران د خپلو نېږدې متحدینو پر مټ د حشدالشعبي ډلې د فعالېدو اعلان وکړ چې دا په حقیقت کې ترکیې ته څرګند پيغام ده. حشدالشعبيان هغه شیعه مذهبي افغانان دي چې د قدس ډلې لخوا په سوریه کې د بشارالاسد په ملاتړ وجنګول شول, اوس ایران غواړي چې دا شیعه ګان په افغانستان کې بسیج او د خپلو ګټو لپاره دلته وجنګوي.

که څه هم ترکیه له موږ سره ګاونډی هیواد نه دی خو د سیمې مهم لوبغاړی دی او تر يوې پيړى راپه دې خوا موږ ورسره حسنه اړیکې لرو او ترکيې په ټول هېواد بلخصوص شمال کې پر ازبکانو او ترکتبارانو باندې په بېلابېلو برخو کې سرمایه ګذاري کړې او زیاتې اکاډمیکې اسانتیاوې یې ورته برابر کړي.

نو ددواړو سیمیزو قدرتونو ایران او ترکیې ترمنځ په سیمه کې سياسي, اقتصادي او مذهبي رقابتونه ښه په په درز کې روان دي دواړه هېوادونه د اسلامي نړۍ د مشري خوبونه ويني او د همدې له امله یو بل سره شديد رقابت لري هر یو غواړي چې پر زیاته اسلامي خاوره ولکه ولري تر څو دوي خپل دې هدف ته ژر ورسیږي ددوي ددې مخالفت او زور معلومولو یو ښه مناسب ځاي افغانستان ده.

افغانستان ته د دوی په راتګ به زموږ هېواد کې کورنۍ جګړې ته زمینه برابره شي او زموږ دوه قومونه شیعه افغانان چې تر ډېره هزارګان په کې شامل دي او ترکتباره اقوام چې ازبکان یې غوښنه ونډه تشکیلوي سمدلاسه به د دوي په اشاره او د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره په جګړې لاس پورې کړي, ځکه چې موږ افغانانو تل د پردیو جګړو ښکار شوي یوو. د يادونې وړ ده چې پورته یاد شوي دواړه قومونه په وسلو سمبال شوي.

هېواد ددې پردي او بهرني اور څخه د ویستلو یواځينۍ لار د طالبانو او حکومت ترمنځ یو د بل منل دي.

هیڅ ډله نشي کولی چې پر بلې ډلې غالبه شي تر هغو چې دواړه یو ګډ توافق ته ونه رسیږي او یو بل ونه مني.
د سولې مذاکرات باید تقویه شي او دواړه ډلې د یو ګډ حکومت په رامنځته کولو چې ټول اړخونه په کې شامل وي توافق وکړي.

2 COMMENTS

  1. Sir
    Please research a little further prior to printing your limited input thought into political situation in Afghanistan.
    The quagmire in Afghanistan is much broader than to be simplified as competition between Iran and Turkey

  2. سره له دې چې ایران د خپلو منافعو د ساتلو لپاره د شعیه ګانو د حقوقو کلک دفاع کوي، خو هیڅکله نه غواړي په افغانستان کې مذهبي اور ته لمن وووهي، ځکه چې شعیه ګان د افغانستان شاوخوا لس یا دولس سلنه نفوس جوړوي. دوی یوازي غواړي چې خپل منافع په عمومی ګډوډي کې وساتي او له شعیه ډولو نه خپل د ضد اسختباراتي فعالیتونو او هدفي خرابکاریو او ؤژنو لپاره ګټه واخلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب