یکشنبه, مې 19, 2024
Home+ولې په خوب کې خبرې کوو او څه ډول يې مخنيوی وکړو؟

ولې په خوب کې خبرې کوو او څه ډول يې مخنيوی وکړو؟

تاند- که د‌ ژوند شريک / شریکه مو درته ووايي چې په خوب کې خبرې کوئ، په خبره يې باور وکړئ. څېړنې ښيي چې په درو کې څه باندې دوه برخې کسان ښايي د ‌خپل ژوند په اوږدو کې په خوب کې خبرې وکړي.

څېړونکی په خوب کې خبرې کول په خوب کې يو ډول ګډوډي ګني، خو لا یې د لاملونو په اړه بشپړ ډاډمن نه دي.
ښايي ځینې کسان کله نا کله په خوب کې خبرې وکړي او شاخوا دیرش ثانیې وغږېږي؛ خو ځینې نور بیا په خوب کې ډیر ځله او اوږدې خبرې کوي.

د ځینو ډاکټرانو په باور جنیټیکي عوامل او د الکولو ډير کارول د دې ګډوډۍ په رامنځته کېدو کې اغېز لري.خو یو بل لامل یې له حده ډیر سټرس دی، لکه څنګه چې ویره د خوب په ترڅ کې په خبرو کولو کې رول لرلای شي، ځینې کسان ښايي خپلې ورځنۍ اندېښنې او عواطف په خوب کې بیان کړي.

په خوب کې خبرې کله د ګډوډو او بې معنا کلمو په بڼه وي او کله هم د بشپړو جملو په بڼه، خو په هر صورت معمولا بې خطره دي.

څېړونکو په یوه څېړنه کې په خوب کې د ۲۳۰ کسانو غږېدل څېړلي او ارزولي چې ښيي تر ټولو ډیره کلمه چې دغه کسان یې کاروي د «نه» کلمه ده. د دې څېړنې پایلې ښيي چې شاوخوا لس سلنه کسان په خوب کې د خبرو پر مهال چټیات وایي.

د دې څېړنې موندنې ښيي چې دغه کسان په خوب کې د خبرو کولو پرمهال تم کیږي او د خیالي کس ځواب ته په تمه پاتې کیږي. د څېړونکو په وینا دا ښيي چې په خوب کې زموږ د مغزو فعالیت ډیر ښه او دقیق دی.

په کم ساري توګه ځینې کسان ښايي په خوب کې د غږېږېدو بر مهال پر ځینو مسالو اعتراف وکړي.

دغه کسان د خوب د دوو پړاوونو په لومړي پړاو کې منظمې جملې کاروي او په دویم پړاو کې یې بیا خبرې بې معنا کیږي. ډیر وخت په خوب کې غږېدونکي کسان دا هېروي چې په خوب کې یې خبرې کړې دي او تر ډیره د خپل ژوند له شریک/ شریکې نه اوري چې په خوب کې خبرې کوي.

څرنګه په خوب کې د غږېدا مخه نیولی شو؟

د متخصصانو په اند په خوب کې خبرې کول معمولا کوم خطر نه لري او له رواني او جسمي ناروغیو سره هم کوم تړاو نه لري، د دوی سپارښتنه دا ده چې دغه کسان دې په دې هکله د خپل ژوند له شریک یا شریکې سره خبرې وکړي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې که په خوب کې ستاسو خبرې د دې لامل کیږي چې د ژوند شریک یا شریکه مو له خوب راویښ شي، هڅه وکړئ چې د الکولو کارول کم کړئ او د سټرس د کمولو نورې لارې ولټوئ.

دغه راز لارښوونه کیږي، هغه کسان چې معمولا په خوب کې خبرې کوي، له غرمې وروسته دې د کافینو له کارولو ډډه وکړي او په مشخصو ساعتونو کې دې ویده او راویښ شي څو خپله انرژۍ تنظیم کړي. که دغو ټولو ټکو ته له پام کولو سره سره لا هم څوک په خوب کې خبرې کوي، لارښوونه ورته کیږي چې یوه متخصص ډاکټر ته ورشي. متخصص ډاکټران په دغه راز موردونو کې د خوب پر مهال د هغوی خبرې ثبتوي څو  پر ستونزه ځان پوه کړي او د حل لاره یې ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب