جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان : افغان کډوال بايد اوس بېرته خپل هېواد ته ستانه شي

پاکستان : افغان کډوال بايد اوس بېرته خپل هېواد ته ستانه شي

تاند (جمعه د اسد ۸) د ۤپاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان کډوال باید اوس بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

دپاکستاند بهرنیو چارو وزارت ویاند پرون د خپلې اونیزې خبرې غونډې پر مهال وویل چې: « موږ باور لرو چې افغان کډوال باید همدا اوس بیرته ستانه شي . د کډوالو په اړه د پاکستان – افغانستان کاري ډله فعالیت لري. موږ په افغانستان کې هیڅ ځانګړې موخه نه لرو. موږ یوازې په افغانستان کې د سولې ټینګښت او د تاوتریخوالی پای ته رسېدل غواړو، موږ غواړو چې د افغانستان او پاکستان پولې خوندي وي»

زاهدحفيظ چوهدري وایي چې په پاکستان کې شاوخوا درې ميليونه افغان کډوال ميشت دي او په وینا یې دغه هېواد نه غواړي چې د افغانستان امنيتي وضعیت لا پسې خراب شي او پاکستان ته د نورو افغان کډوالو چوپې ورماتې شي، ځکه چې دده په وینا اسلام آباد نور د افغان کډوالو ورتګ نه شي زغملای.

نوموړیوایي چې اسلام آباد له کابل سره د خپلو اړیکو د کچې راټيټول په پام کې نه لري او او نه غواړي له افغانستانه خپل سفبر وروغواړي او نه هم د دې کار هوډ لري.نوموړي په سیمه کې د چین مهم رول ته په نغوتې سره وویل چې بیجننګ او اسلام آباد دواړه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې کوي، خو هند یې په افغانستان کې د ویجاړوونکي رول په ترسره کولو تورن کړ.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې اوس ددې وخت رارسېدلی دی چې افغان حکومت خپلې ټولې هڅې ددغه هېواد پر سیاسي حل لارې متمرکزې کړي ځکه چې په وینا یې د افغانستان د کشالې حل یوازې له سیاسي لارې شونی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په اسلام آباد کې د افغان سفیر د لور سلسلې علي خیل د تښتول کېدو د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي او پایلې ته تر رسېدو پورې به دغه تحقیقات دوام ولري.

پاکستان په داسې حال کې یوځل بیا خپل هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو خبره کوي چې د کارپوهانو په وینا تر دې وړاندې هم کله چې د افغانستان په جګړه د لاس لرلو له امله پردغه هېواد فشار راغلی نو له افغان کډوالو یې د افغانستان د خوږ ګوتې په توګه کار اخېستی دی او له هغوی یې سیاسي ګټه پورته کړې ده

2 COMMENTS

  1. پنجابی پاکستان په پښاور کښی تربیه شوو تنظیمونو ، طالبانو له خوا او د امریکا + انګلیس پوره ملاتړ پوره څخه ډاډه دی ځکه ئي د افغانستان بحران له مینځه تلو درواغو ملاتړ غوغا ئي شروع کړیدی او تنظیمونه په منافقت کښی تخصص لری او ځانونه مصنوعی د پنجابی پاکستان مخالف ښکاره کوی لکه امرالله صالح مزدور دا ډرامه شروع کړیدی او د کابل غلامی حلقی لپاره افغانان هیڅ اهمیت نه درلود او نه لری پس دوی ته د پنجابی پاکستانی غلیسانه اقدام د افغان مهاجرینو برخه کښی کاملآ بی ارزشه دی بلی دا ټول فعلی حالتو نه خلاصیدو علت هم دا موجوده مرتجع منورین دی !!!!!

  2. سلام
    دکتور غروال دهمدې حجرې له محراق څخه همدا کاسه او کپړی راووتل . بغاوتګر او متفکر هم دبن له کرونا شوې معاملې دامریکا او بریتانیا په مشوره او قرار دادلاس لیکونو په دې منافقتونو ورګډ شول. امرالله او کرزی خان له ګلم جمو سره کوټوالان شول بې حسابه دالرې یې دمظلوم ولس به نوم تر لاسه کړې یو شمیر هغه کسان چې دآی اس آی په اخو رکې رالوی شول هغوی لا تراوسه دغنی اټکلی حکومت کې ستر مقامونه لری لکه دارګ اخوانی شوی پرچمیان دا طرحه له دوه لسیزې دننه روانه ده دنړۍ استخبارات خو هم له خدایه لنګه غوا غواړی!!! پاڅېږه ای پرچمه! دلته تاند کې ما او تاته مستتتعار نومی چپیان ګواښیږی د څه لپاره په غوږ ویشتلی بیداره وی . داخو دکاکتوس لافې اوباټې نه دی چې دیو شمیر لاف زنو له خولې راوځی عاقبت په خیر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب