جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بشري حقونو کمیسیون: طالبانو په سپین بولدک کې ملکيان وژلي او...

د بشري حقونو کمیسیون: طالبانو په سپین بولدک کې ملکيان وژلي او د خلکو مالونه یې لوټ کړي

تاند (جمعه د اسد ۸) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې طالبانو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ تر نیولو وروسته ملکيان وژلي او د خلکو مالونه یې لوټ کړي دي.

طالبانو د تېرې سرطان میاشتې په ۲۳مه د سپین بولدک ولسوالۍ ونیوله. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون وايي د دوی موندنې ښيي چې دغې ډلې د پخوانیو او برحاله کارکوونکو او د حکومت د پلویانو د تعقیب او پیژندنې وروسته خلک له خپلو کورونو ایستلي او وژلي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له لوري په خپاره شوي بیان کې راغلي چې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د ملکي کسانو وژنه، د نړيوالو بشرپالو حقونو ښکاره نقض او د جنګي جنایت مصداق دی.

دغه بنسټ وايي چې ددې رپوټ موندنې د «محلي باخبرو او معتبرو سرچینو» د قربانیانو له یو شمیر کورنیو سره د مرکو او د عیني شاهدانو د سترګو لیدلي حال په اساس برابر شوي دي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال عمر شینواري د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې طالبانو په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۴۰۰ ملکيان له خپلو کورونو ایستلي او ۱۰۰ یې ویشتلي او وژلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، داسې معتبرو معلومات یې ترلاسه کړي چې ښایي د دغو کسانو په وژنه کې قومي انګیزه په ډاګه کوي، خو ددې بنسټ رپوټ تائید کړې چې تر زیاته حده شخصي انګیزې او پخوانۍ دښمنۍ د طالبانو له لورې د سپین بولدک د اوسېدونکو په وژنو کې شاملې وې.

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ملکیانو د وژنې په هکله ددې راپور له خپریدو وروسته طالبانو دغه راپور بې اساسه وباله او هغه یې اوازې وبللې.

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي چې تر اوسه یې د ۴۰ تنو هويت ترلاسه کړی دی چې په دې ولسوالي کې طالبانو وژلي دي.

دغې ادارې په افغانستان کې له ښکیلو خواوو په ځانګړې ډول له طالبانو غوښتي چې د ملکي وګړو د حفاظت او جسمي تمامیت په هکله په قانوني مکلفیتونو عمل وکړي او د غچ اخیستونکو بریدونو، د دولتي او عام او خصوصي تاسیساتو له تخریبولو ډډه وکړي.

1 COMMENT

  1. طالبانو د تېرې سرطان میاشتې په ۲۳مه د سپین بولدک ولسوالۍ ونیوله. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون وايي د دوی موندنې ښيي چې دغې ډلې د پخوانیو او برحاله کارکوونکو او د حکومت د پلویانو د تعقیب او پیژندنې وروسته خلک له خپلو کورونو ایستلي او وژلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب