جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزتاریخاعليحضرت عبدالرحن خان او د هغه اندونه (۳) ر. باوري

اعليحضرت عبدالرحن خان او د هغه اندونه (۳) ر. باوري

درېیمه برخه

هيواد او نظام ته د خطر ځواکونه :

د دې سره سره چي اعليحضرت عبدالرحمن خان د افغانستان پر اوسنۍ محدوده پوره واکمن وو ، خو د يوه مدبر پاچا په توګه يې د هغو خظرونو څخه سترګي نه اړولې چي په هغه مهال کي د هيواد او نظام لپاره د خطر ځواکونه ګڼل کيدل. نوموړي په خپل اند د هيواد د دوام او پايښت لپاره د خطرونو تر ټولو ستر لاميلونه په دريو برخو ويشلي دي :

((… لومړۍ: د سلطنتي کورنۍ په دننه کي اړ پيچ او جنګ جګړې؛ دويم: هغه کسان او ځواکونه چي د انګليس لمن يې نيولې ده؛ او دريم هغه ځواکونه چي د روس په لور تښتيدلي دي.))

اعليحضرت عبدالرحمن خان دلومړۍ ستونزي او خطر د مخنوي لپاره په خپل منځ کي يوالي او اتفاق درلودل تر ټولو ښه لاربولي . او په دې اړه ليکي :

((… د زړه له کومي هيله من او ډاډمن يم چي زما تر مړيني وروسته به په هيواد اود کابل په ښار کي جګړه او جنجال را پيښ نه سي. دا ځکه چي ما هڅه کړيده چي په خپل ژوند کي هغه کارونه تر سره کړم چي له امله يې د کورنۍ د غړو تر منځ د جنګ جګړو سبب ونه ګرځي. په خپل ژوند مي ټول امور او کارونه داسي تقسيم او تنظيم کړل چي د کورنۍ د غړو تر منځ نفاق رانه سي . او ټوله مي د خپل مشر زوۍ په مشرۍ راضي کړيدي .ما د پخوانيو واکمنو په څير د هيواد پر هره برخه بيل ځواک چاته ورنه کړ او د دې کار څخه مي په پوره پاملرني ځان وژغورۍ ، ځکه چي د دا ډول ځواکونو درلودل د کورنۍ د غړو په منځ کي د جنګ جګړي اصلي ريښه ده . زه ګمان کوم چي زما په کورنۍ کي به د داډول مخالفت چاري مخ ته رانه سي، دا په دې چي هيڅ يو دا توان نه لري چي د هغه چا په خلاف را پورته سي چي هغه پر ټولو ځواکونو ، خزانې او واکمنۍ بر لاسۍ دۍ . پر دې سر بيره چي د دې خطر مخه نيول سويده خو د هغو تر څنګ نور لاميلونه هم سته چي د جنګ جګړو سبب ګرځي.))

د دويم خطر د مخنوي لپاره د اعليحضرت عبدالرحمن خان په اند:

(( … د زيات تشويش ځاي نه سته خو د هيريدو هم نه دۍ ، دا خطر د هغو کسانو له خوا را پيښ دۍ چي د انګليس په لمن کي د فر صت په هيله ناست دي. يو خو مي دا کار وکړ چي د کار کسان او د توجه وړ شخصيتونه مي له هغو څخه بيرته را وستلي او خوشاله کړيدي . او يوشمير نور يې چي هلته پاته دي هغه هم په پټه اويا څرګنده توګه زما څخه مواجب تر لاسه کوي . او دا څرګنده ده چي د نړۍ تر ټولو غيرتي کسان نه سي کولای چي د يوه منظم لښکر سره داسي مخامخ سي چي تر شاه يې څوک نه وي . په دې ډول به دا کسان هم د نورو په څير د بيا واکمنۍ خوبونه ويني او هلته به له منځه ځي. په دې هم پوهيږم چي انګليسي افسران دا نه سي هيره ولای چي هغوي څو ځله خپلي وعدې ماتي کړې او د روس سره يي د انګليس پر ضد تړونونه وکړل. خو که داسي وګڼو چي انګليسي افسرانو هم خپل حافظه له لاسه ورکړل او د افغانستان د واکمني پر خلاف يې د جګړې لپاره څوک وهڅول او يا وګمارل، بيا نو زما خپلو اولادونو ته دا نصيحت دۍ چي زما تدبير خپل کړي او تر هغه وخته د دښمن سره وجنګيږي ، ترڅو دښمن مات سي، او که په دا ډول جګړه کي د د سر بايللو اړتيا وه هم بايد دريغ يې نه کړي.)) (تاج التواريخ: دويم ټوک ١٢٨مخ )

((دريم خطر د هغو کسانو له خوا دۍ چي د روسانو سره ملګري دي. روسان د انګليسانو برعکس په افغانستان کي غښتلۍ دولت نه غواړي ، د هغوۍ خپلي ګټي په ناتوانه دولت کي ويني، ځکه هر وخت هڅه کوي چي په افغانستان کي کورنۍ جګړې او نا ارامي دوام وکړي . روسان په افغانستان کي کورنۍ جګړې ته ځکه خوښ دي چي د هغوۍ په اند، که په دي هيواد کي کورنۍ جګړې وي، دا هيواد به ناتوانه وي او انګليس به د هغوۍ لپاره په لويديځ و کرښو کي خطر نه سي پيدا کولای . دوهم دا چي د هند او روسيې تر منځ بايد ځواکمنه کرښه نه وي. که چيري هلته د لاسوهنو اړتياوليدل سي په هغه وخت کي به بيا انګليسان هم زيات عکسلعمل وه نه ښيي، که انګليسان يو څه وکړي هم، هغه به د لنډو مذاکرو او د يوڅو ورځپاڼو په حدودوکي وي. خو هغه خبره چي د زيات پام وړ ده هغه د سردار اسحق خان او د هغو د ملګرو ده چي اوس د روسانو په لاس کي دي. که څه هم د سر دار امحمد سحق خان غواړي د روسانو ملګرتيا خپل کړي ، مګر تر او سه يې د پوره باور ځای ته ځان نه دۍ رسولۍ ، خو کولای سي چي فساد او جنجال پيدا کړي، او دا هم څرګنده نه ده چي هغه به پر مختګ وکړي او که نه؟ هغه خبره چي روښانه ده هغه پرسردار محمد اسحق خان او د هغه پر ملګرو د افغانانو نه باور دۍ. هغوۍ ماته وخوړه او افغانستان يې پريښود ځکه اوس خلک باور نه پر کو .)) ( تاج التواريخ : دويم ټوک ١٣٠ مخ )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب