جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په سعودي کې پاپجي ګيم ښځه او خاوند تر محکمې ورسول

په سعودي کې پاپجي ګيم ښځه او خاوند تر محکمې ورسول

تاند (چهارشنبه د اسد 6) هرې کورنۍ د مېرمنې او خاوند ترمنځ خبرې لاندې باندې کيږي،د لنډ وخت لپاره له يوبل نه مرور او بيا سره پخلا شي، د مېړه او مېرمنې ترمنځ په نه خبره د‌ مرور کېدو او پخلا کېدو خبره داسې عادي روانه وي لکه د ماشومانو د پټ پټونې لوبه.

خو د نوې ټکنالوژۍ په راتګ سره د ښځو او مېړونو ترمنځ ګيلو مانو هم نوې بڼه خپله کړې،په سعودي عربستان کې د ښځې او مېړه ترمنځ لانجه د همدغو پېښو يوه وړه بيلګه ده.

کيسه داسې وه چې په سعودي عربستان کی د لوی اختر په ورځ د خاوند څو ملګري ورکره ورغلل، سړي خپلې ښځې ته وويل: ښځې لاړه شه قهوه تياره کړه، خو ښځه چې لاړه پسې لاړه.

د ښځې په ځنډېدو سره سړی پسې ورووت چې په ښځې څه شوي نه وي، خو که ګوري چې ښځه په پاپجي ګيم کې دومره غرقه شوې چې د ده په ورتګ هم خبره نه شوه او مېلمانه هم په خپله مخه پسې لاړل.

سړي بې واره څو څپېړې ور خير کړې.
ښځې د خپل مېړه دا چلند بابيزه ونه شو ګڼلای، محکمې ته لاړه او قاضي ته يې وويل:
زه د خپل مېړه هر امر پر ځای کوم خو دی د پاپجي ګيم اجازه نه راکوي.
قاضي وويل چې کور موډک شه له غنمو دا خو دومره خبره نه ده ځئ بېرته سره روغه وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب