Homeخبرونهراپورونه: طالبانو په افغانستان کې د تاجکستان انصارالله ډلې ته د فعالیت...

راپورونه: طالبانو په افغانستان کې د تاجکستان انصارالله ډلې ته د فعالیت زمينه برابره کړې

تاند(چهارشنبه، اسد6) – راپورونه وايي، وسله والو طالبانو په افغانستان کې د تاجکستان انصارالله ډلې ته د فعالیت زمينه برابره کړې ده.

عيني شاهدان وايي، کله چې وسله والو طالبانو تېره مياشت د بدخشان ځينې سيمې ونيولې نو دغې ډلې هلته ته د طالبانو بيرغ پورته کړ.

ويل کېږي د انصارالله ډله اوسهال د بدخشان پرپوله پر پنځو ولسواليو کنټرول لري.

څېړنيز راپور وايي، د افغانستان پر پوله د یوې سقوط شوې سیمې یوه اوسېدونکي رسنیو ته و8، د مهدي ارسلان په نوم په تاجکستان کې یوه زېږېدلي وګړي پر سرحدي پوسته د طالبانو بیرغ اوچت کړ.”

د راپور له مخې د تاجکستان دغه بنسټپال وسله وال د بدخشان ولایت په کوف­اب، شِکی، نِسَی، مایمَی او خواهان کې حضور لري، چې مشري یې په خټه د تاجکستان یو ګړی مهدي ارسلان کوي.

د ارسلان اصلي نوم محمد شریفوف دی چې د تاجکستان په ختیځ کې د نور اباد سیمې اوسېدونکی دی.

په تاجکستان کې دننه د انصارالله ډلې پر فعالیت بندیز لګېدلى او غړي یې د ترهګرۍ په تور تر تعقیب لاندې دي.

د تاجکستان چارواکو ویلي، د دوى معلومات ښيي چې د محمد شریفوف په رهبرۍ وسله وال کسان له پولې افغانستان ته اوښتي دي.

دغو چارواکو ویلي، دوی د طالبانو په لیکو کې د تاجکستان د لږ تر لږه ۲۰۰ وګړو موجودیت تثبیت کړی دی.

دغو وسله والو ته په افغانستان کې د تاجکستان وسله وال ویل کېږي چې د تاجکستان په لهجه خبرې کوي، خو په اصل کې د انصار الله ډلې غړي دي.

تردې مخکې د بدخشان ولایت چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې ځايي طالبان د انصار الله ډلې تر څنګ د شرقي ترکستان، د ازبیکستان اسلامي غورځنګ او د قفقاز اسلامي امارت له ډلو سره اړیکې لري.

وسله وال طالبان تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې له نورو افراطي ډلو سره په ارتباط لرلو تورن شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د روان لمريز کال د چنګاښ پر لومړۍ نېټه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په خبرو کې ویلي و، وسله والو طالبانو لا هم القاعده شبکې ته پناه ورکړې، دغه راز له لشکرطیبه، د پاکستاني طالبانو له غورځنګ، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبیکستان له اسلامي غورځنګ سره اړیکې لري.

د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د القاعده په ګډون له نورو ترهګريزو ډلو سره د طالبانو د اړیکو موضوع رد کړه:

بل خوا د تاجکستان چارواکو اندېښنه څرګنده کړې، چې تاجکستان ته له افغانستانه د اوښتونکو کډوالو په ډله کې ښايي د افراطي وسله والو ډلو غړي هم داخل شي.

د ټاس خبري اژانس په حواله، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین د سې شنبې په ورځ ویلي، د دغې ستونزې د مخنیوي لپاره ځانګړو اقداماتو ته اړتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...