جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونه‏چارواکي: طالبانو په لغمان کې د یوې کورنۍ ۷ غړو ته مرګ...

‏چارواکي: طالبانو په لغمان کې د یوې کورنۍ ۷ غړو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۶) د لغمان ولایت چارواکي وایي، چې تېره شپه شاوخوا لس بجې وسله والو طالبانو د لغمان ولايت د مرکز اړوند قوال خېلو سیمه کې د اکرام په نوم د يوه ملکي وګړي پر کور برید کړی.

د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، په دې برید کې طالبانو د هغې کورنۍ یوه مېرمن او دوه زامن وژلي او ۳ نور یې ټپيان کړي دي.

دولتزی وایي په ټپيانو کې د اکرام انګور او ۴ لمسیان شامل دي.

د نوموړي په خبره له دې پېښې سره سم افغان ځواکونه سیمې ته ورسېدل او پر طالبانو یې برید وکړ، چې په پایله کې یې د طالبانو سرګروپ شاه آغا مشهور په بدرالدین په ګډون درې تنه ووژل شول.

د والي ویاند اسدالله دولتزی زیاتوي، چې طالبان تل ولسي وګړي په نښه کوي او مرګ ژوبله ورته اړوي.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

راپورونه: طالبانو په افغانستان کې د تاجکستان انصارالله ډلې ته د فعالیت زمينه برابره کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...