تاند(چهارشنبه د اسد ۶) له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د بهير د بشپړېدو په درشل کې لکه څنګه چې امريکايي سياستوال د افغانستان جګړه پای ته رسيدلي ګڼې، ددغې جګړې په اړه د امريکا د عامو خلکو نظر هم بدل شوی دی.
په امريکا کې د «گالوپ» موسسې يوه تازه نظر پوښتنه ښيي چې ډيری امريکايان په افغانستان کې د دغه هېواد د ځواکونو شل کلنه جګړه او حضور تېروتنه ګڼي.
په دغې نظر پوښتنه کې د امريکا ډيری پوښتل شويو ولسي خلکو ويلي چې د دوی په نظر په ۲۰۰۱ لومړي کال کې د افغانستان جګړه کې د امريکا ښکېليدل له لويه سره تېروتنه وه.
دا په داسې حال کې ده چې څو کاله وړاندې د امريکا ډيری خلکو د افغانستان د جګړې په اړه بيل نظر درلود او دغه جګړه يې په امريکا کې د خلکو د خوندي ژوندانه لپاره ارزښتناکه ګڼله. خو د کارپوهانو په باور د جګړې خورا اوږدېدو او په افغانستان کې اداري فساد د دغې جګړې په اړه د عامو امريکايانو نظر بدل کړی دی.
خو بل خوا په دې وروستيو کې يو شمير امريکايي سياستوالو د افغانستان پر شل کلنو لاسته راوړڼو ټينګار کړی او بشري حقونه په تېره بيا د ښځو حقونه يې د امريکا د سرو کرښو په توګه ياد کړي دي.
امريکايي چارواکو له افغانستان د خپلو ځواکونو وتل د همکاريو د بڼې بدلون بللی او څر ګنده کړې يې ده چې د خپلو ځواکونو تر اېستلو وروسته به هم له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.