Homeخبرونهامریکا د افغان پوځ په ملاتړ پرطالبانو هوایي بریدونه زیات کړي

امریکا د افغان پوځ په ملاتړ پرطالبانو هوایي بریدونه زیات کړي

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۶) امریکايي پوځ په تېره یوه اونۍ کې د افغان ځواکونو په ملاتړ او د وسله والو طالبانو پر ضد ګڼ هوایي بریدونه کړي.

دا څرګندونې د پنټاګون ویاند رابرت لودویک تازه خبریالانو ته کړې.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په تېرو شپږو اونیو کې د افغان پوځ په ملاتړ د امریکا هوایي بریدونه ناڅاپي زیات شوي.

رابرت لودویک که څه هم نور جزیات نه دي ورکړي، خو دومره یې ویلي، چې دا بریدونه د عادي  او هم د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوي دي.

په ورته وخت کې یوه بل امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د جولای له ۲۰ مې را پدیخوا د افغان پوځ په ملاتړ د امریکایي پوځیانو هوایي بریدونو زور اخیستی دی.

د سرچینې په خبره دا بریدونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شوي خو زیاتوي ډېر تمرکز یې د کندهار پر شاوخوا و.

د دې هوایي بریدونو زیاتوالی ښيي، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د پوره وتلو په درشل کې او د جګړې په ډګر کې د طالبانو له پرمختګونو وروسته د متحدوایالتونو پوځ د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ پیاوړی کړی دی.

تېره یک شنبه هم په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال کینت مککینزي  ویلي وو، که طالبان خپلو بریدونو ته زور ورکړي نو دوی به د افغان ځواکونو هوایي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه مسوولان وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په سلو کې څه باندې ۹۵ بشپړ شوی دی.

دو وایي تمه ده چې دا ځواکونه د را روانې اګست میاشتې په ۳۱ مه نېټه په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.

امریکا داسې مهال د افغان پوځ هوایي ملاتړ ته دوام ورکوي، چې تازه راپورونه وايي، وسله والو طالبانو په افغانستان کې د تاجکستان انصارالله ډلې ته هم د فعالیت زمينه برابره کړې ده.

عيني شاهدانو رسنیو ته ویلي، کله چې وسله والو طالبانو تېره مياشت د بدخشان ځينې سيمې ونيولې نو دغې ډلې هلته ته د طالبانو بيرغ پورته کړ.

ويل کېږي د انصارالله ډله اوسمهال د بدخشان پرپوله پر پنځو ولسواليو کنټرول لري.

د افغانستان پر پوله د یوې سقوط شوې سیمې یوه اوسېدونکي رسنیو ته ویلي، د مهدي ارسلان په نوم په تاجکستان کې یوه زېږېدلي وګړي پر سرحدي پوسته د طالبانو بیرغ پورته کړی دی.

د راپور له مخې د تاجکستان دغه بنسټپال وسله وال د بدخشان ولایت په کوف­اب، شِکی، نِسَی، مایمَی او خواهان کې حضور لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...