شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهطالبانو په سپين بولدک کې د مالیې راټولولو لپاره نوې تعرفې ورکول...

طالبانو په سپين بولدک کې د مالیې راټولولو لپاره نوې تعرفې ورکول پيل کړي

تاند(چهارشنبه، اسد6) – پاکستانۍ ډان ورځپاڼه وايي، وسله والو طالبانو د سپين بولدک ولسوالۍ تر نيولو څه موده وروسته اوس د مالیې راټولولو لپاره نوې تعرفې ورکول پيل کړي دي.

پاکستان تېره ورځ د سپين بولدک د بندر پرانستلو وروسته طالبانو د مالیې په راټولولو لاس پورې کړى دى.

دغه بندر څه موده مخکې هغه مهال وتړل شو چې وسله والو طالبانو دغه بندر ونيوه.

تېره ورځ په افغانستان کې د پاکستان سفارت هم ويلي و چې ياد بندر د ټرانزیټ لپاره بېره پرانېستل شوى دى.

ډان ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان وروسته له هغې ياد بندر پرانيست چې طالب مشرانو خپلو کې پرې مشوره کړې وه.

ورځپاڼه دغه راز وايي، طالبانو د تلونکو او راتلونکو موټرو څخه ماليه راټولوي.
خو افغان چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب