شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېد پسونو په څرمنو کې پټ لېوان

د پسونو په څرمنو کې پټ لېوان

بریال

وایي، د سلیمان علیه سلام په پاچاهي کې دوه مرغان په ونه کې ناست وو. له لرې څخه یو انسان د دوی په لوري را روان و، یوه مرغه وویل، راځه چې والوځو! هسې نه چې دا سړی مو په غشي و وولي، بل مرغه ورته وویل، ته یو ځل د دې انسان سپینې جامې، سپینه لونګۍ او مبارکه ږیره وګوره، د شرافت او انسانیت ټوټه ده، څرنګه داسې فکر کولای شې، چې په موږ به یې د ویشتلو زړه وشي؟

انسان چې رانږدې شو له څنګ څخه یې لینده او غشی را وباسل، په ناستو مرغانو کې یې یو په دا سینه وویشت او ژر ژر یې په مرۍ چاړه ورتېره کړه.

ژوندی پاتې شوی مرغه د سلیمان علیه سلام دربار ته لاړ په انسان یې عریضه وکړه. انسان هم دربار ته حاضر کړای شو او په خپل کړي عمل یې اقرار وکړ. سلیمان علیه سلام مرغه ته واک ورکړ، چې پخپله پرېکړه وکړي تر څو انسان ته د ده د غوښتنې سره سمه جزا ورکړل شي. مرغه سلیمان علیه سلام ته ګویان شو، چې دا انسان ما بښلی دی، خو که چېرته دا انسان ښکاري وي، نو د شرافت لرونکو او ښو انسانانو له لباس دې ګټه نه اخلي او ښه انسانان دې نه بدناموي.

دوېمه کیسه داسې ده، چې په لرغوني مصر کې یوه سړي ډېر ځواکمن او ښکلی آس درلود. هر چا غوښتل چې په هره بیه دا آس لاس ته راوړي خو د آس خاوند یې پلورلو ته نه حاضرېده. یوه سوداګر چې آس یې ډېر زیات خوښ شوی و له ځان سره پرېکړه وکړه، چې په هر چل وي دا آس به یې له خاوند څخه اخلي. په همدې نېت یې ځان قصدأ ناروغ کړ او هغه لاره کې څملاست، چې د آس خاوند به پرې تېرېده، کله چې د آس خاوند راغی او سړی یې ناروغ ولید ژر له آس څخه راښکته شو، تر څو مرسته ور سره وکړي. سړي د آس له خاوند څخه غوښتنه وکړه، چې آس یې امانت ورکړي تر څو پرې کور ته ځان ورسوي د آس خاوند هم ومنله. کله چې سړی په آس سپور شو؛ نو د آس خاوند ته یې وویل، چې دا دی وتوانېدم تر څو په دې چل در څخه آس واخلم.

د آس خاوند ورته وویل: چې آس مې در بښلی دی خو چاته داسې مه وایه چې پدې چل سره مې آس ترې واخیست، سبا به ریښتیا څوک ناروغ وي بل انسان به له وېرې مرسته نه ورسره کوي.

پورته دواړه کیسې تر دې پورې رایادې شوې، چې افغانستان کې د انسان لخوا د انسان هره جامه او نوم د بل انسان د وژلو او دهوکه کولو لپاره وکارول شو.

دلته د ډاکټر په مقدس لباس کې چاړې او وسلې د سردار داود خان روغتون ته ننوېستل شوې او ناروغان چې د ډاکټرانو مرستې ته یې سترګې نیولې وې پرې حلال شو.

پدې هیواد کې د ملا په سپڅلې جامه کې بمونه د خدای کور ته یوړل شو او عبادت کونکي یې پرې ټوټه، ټوټه کړل.

دلته د افغانانو د ساتونکو یانې امنيتي ځواکونو په سپېڅلو یونیفورمونو کې د افغانانو د وژلو پلانونه جوړ شو.
لنډه یې دا چې زمونږ په هیواد کې انسان د انسان د وژلو لپاره د هر انسان له نوم او لباس څه ګټه واخیسته او اخلي یې.

دلته دانسانیت، اسلامیت او افغانیت مقدسات د ځینو ناؤلو انسانانو له پښو لاندې شو.
مونږ هم د بې جوړې شوي مرغه او د بې وسه آس چلونکي په څېر چاته جزا نه ورکوو،خپلې وینې او حقونه وربښو، خو دا یو سوال ورته کوو، چې:

ای قاتلانو!
ای غلو!
ای داړه مارانو!
او ای وینه څښونکو شرمخانو!

د خدای لپاره زمونږ سپېڅلي نومونه، لباسونه او شخصیتونه مه بدناموئ، د انسانانو په مېنځ کې دومره باور پرېږدئ، چې یو څوک له خپل طبیب، پولیس، ملا او بل خیرخواه څخه د مرستې د غوښتو پر ځای وېره ونه کړي.

د انسانانو تر مېنځ دومره باور پرېږدئ، چې روغ د ناروغ سره مرسته وکړي، شتمن د بې وزله لاسنیوی وکړي او د کور څښتن مسافر ته د شپې تېرولو ځای او ډودۍ ورکړي.

نو؛ اې داړونکو او وینه څښونکو لېوانو لطفأ د پسونو له څرمنو اغوستو نوره ډډه وکړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب