شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد طالبانو ٩ کسيز پلاوى چين ته تللى

د طالبانو ٩ کسيز پلاوى چين ته تللى

تاند(چهارشنبه، اسد6) – په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعيم وايي، د دوى دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو نهه کسیز پلاوی چین ته تللی او هلته یې له چینایي چارواکو سره د افغان سولې او د افغانستان اوسني وضعیت په اړه بحث او خبرې کړې دي.

نعيم زياته کړه، پلاوي چينايي چارواکو ته ډاډ ورکړى چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او دغه راز چين ژمنه کړې څو افغانانو سره به همکارۍ لا پراخې کړي، لاسوهنې به نه کوي، ستونزې به له منځه وړي او د سولې راوستو په برخه کې به همکاريو ته دوام ورکوي.

ياده دې وي، چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرتابه څو ځله د سيمې هېوادونو ته سفرونه کړي، خو افغان حکومت بيا ويلي چې د سيمې او د نړۍ هېوادونو دغې ډلې ته په نسبي مشروعيت ورکولو سره د دوى جنګیاليو په دې وروستیو کې په عام وژنه لاس پورې کړى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب