شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ولسمشر غني او اسماعیل خان لیدنه؛ خان له طالبانو سره د...

د ولسمشر غني او اسماعیل خان لیدنه؛ خان له طالبانو سره د جګړې لپاره تیاری نیولی

تاند (دوشنبه د سرطان ۲۸) ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.

 ولسمشر غني د دې سفر په ترڅ کې په ۲۰۷ ظفر قول اردو کې له یو شمېر امنیتي او دفاعي چارواکو او د ولسي پاڅون کوونکو له مشرانو سره وکتل.

ارګ نن دوشنبه په یوه بیان کې ویلي چې ولسمشر غني د افغانستان په لویدیز کې امنیتي او دفاعي سکتورنو ته لارښوونه وکړه څو د وضعیت د ښه والي لپاره هڅې چټکې کړي.

د بیان له مخې، ولسمشر غني په هرات کې له یوه پخواني جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان سره هم وکتل او دواړو لوریو په دې ولایت کې د روان وضعیت او افغان ځواکونو پر ملاتړ خبرې وکړې.

خان په هرات کې د طالبانو په لاس د ولسوالیو د پر له پسې سقوط په پایله کې ولسي پاڅوون کوونکي راټول کړي، څو د دغې ډلې پر ضد جګړه وکړي.

اسماعیل خان په هرات کې د طالبانو د حملو زیاتوالي ته په کتو سره وویل چې وسله وال طالبان د زور له لارې پر افغانستان نه شي واکمن کېدلی.

نوموړي زیاته کړه، «مونږ د سولې لپاره ډېر انتظار ووېست او په تېرو کلونو کې هم هڅې وشوې، خو مونږ د سولې شاهد نه یو. متاسفانه د حکومت مقابل لوری راضي نه دی چې سولې ته غاړه کیږدي او دوی غواړي د زور له لارې واک ترلاسه کړي او پر افغانستان مسلط شي.»

ولسمشر غني داسې مهال هرات ته سفر کوي چې تېره اونۍ د هرات والي عبدالصبور قانع په خپلو خبرو کې وویل چې د دې ولایت یو شمېر ولسوالۍ او د اسلام قلعه او تورغونډۍ سوداګریز بندرونه د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

د هرات اوسېدونکي بیا وايي چې د هرات په ښار د طالبانو له احتمالي حملو وېریږي او له مسؤلینو غواړي چې په دې ولایت کې د امنیتي وضعیت د ښه والي په موخه بیړني اقدامات وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب