یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزلوکس اوسېدل مو په ژوند کې څومره مهم دي؟

لوکس اوسېدل مو په ژوند کې څومره مهم دي؟

امیرشاه یاد

په دې لیکنه کې به ولولئ، چې لوکس اوسېدل مو په ورځنیو چارو کې پر ژوند څومره اغېز لري او لوکس اوسېدل راسره هدف ته تر رسېدو یا بریالي کېدو کې څومره مرسته کوي.

دا باید ومنو چې لوکس اوسېدل مو د ژوندانه په بریاوو کې مستقیم رول لوبوي،
لوکس اوسېدل مو ذهني ټينشن یا فشار په راکمولو کې هم بشپړ نقش لري،
که لوکس واوسو په هر مجلس او ناسته کې به د نورو د پام وړ ګرځو
د لوکس انسان له شخصیته نور خلک ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر اغېزمن کبږي.
لوکس اوسېدل انسان ته د خبرو او د دریځ پر سر وینا کولو پر محال جرأت او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ وربښي.
لوکس اوسېدل مو د ژوند له خونده خبروي،
که لوکس ووسو یو څوک ‌‌‌‌‌‌به ډېر ژر زړه ښه کړي،چې
د ژوند ملګرتیا راسره پر مخ یوسي؛
ځکه چې هر څوک غواړي د لوکس ژوند او لوکس کور دپاره لوکس ملګری پېدا کړي
او دا د انسان په فطرت کې نغښتې ده چې لوکس ژوند ولري،
نو ویلو شو چې انسان ته دژوند په هره برخه کې
لوکس اوسېدل اړین دي،
ان د سپورت او خوب کالیو نه رانیولې د پوهنتون تر درسونو، کاري چاپيریال او تر دفتره پورې.
که لوکس نه وو د هرچا له پامه به لوېدلي یوو
او که لوکس ونه ووسو هیڅوک به دکار راسپارلو زړه ښه نه کړي او ان په انټرویو کې به مو د بریا چانس د صفر سلنې (فصد)په اندازه راټيټ او کم وي.

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    ورور امير شاه خان یاد صاحب ښې چارې! ښې موضوع ته مو اشاره کړې ،خو:
    زه پخپله سل په سلو کښې درسره موافق نه یم!.
    د انسان په ژوند کې ډېر نور شیان شته چې له لوکس څخه مهم دي. زما په فکر یو اولیه احتیاجات او ضروریات دي او بل خواهشات!!چې دا خواهشات په لوکسو کې راځي.البته نظر په ټولنو توپير کوي.
    لمړی له هر څه نه باید مونږ مسلمانان ، خپل نبي او پیغامبر خپل اولګو وټاکو چې هغوی په څومره ساده او بسيط زوند سټایل ،ټولې دنیا ته خپل اصلي رسالت ورساوهء. د هغوی په څنګ کې ابوجهل ابو لهب او کفارو په خپل شان او دبدبه فخر کاوه او تکبر ېې کاو.
    صحيح ده چې انسان باید سپېڅلی، منظم او د خپلې بړستنې سره پښې وغځوي ؛ نه دا چې څو زره ډالري دریشیانې،بوټان ، ګړئ ، یا ټسلا موټر، او ۵ ستاره يي هوټلونو ته شوقونه !!!!! وکړي ځانګړې توګه افغان وطن کښې!!!؛ بېلګې ېې تاسو پخپله وینئ!!
    د انسان جوهر اصلاََ په نیاتو، شخصیت او کړووړو یا اعمالو کې وي نه په ظاهري شوع او شاع کې. د افغانستان ډيري خلکو بیچاره ګانو خو تر اوسه له خپل کلي کور، د دهقانۍ او مالدارۍ سپیرو جامو او چاودو لاس و پښو ا.د.ن. د نړۍ څلور کنجه نه دي ليدلي او تر څو چې له اولیه احتیاجاتو وځي ؛ د خواهشاتو پوره کولو یعنې لوکسیزم! ته په ۵۰۰ کاله هم نه شي رسیدای. مګر همهغه څه (خدا و هست )چې لري که همهغه هم ورته دا نور انسانان پریږدي ،او په پاک او متوسط ډول ترېنه استفاضه وکړي ، اړین تره ده .
    زما مرحوم پلار دادا به ویل ( جوانها در آیینه مې بیڼند ؛پير ها در خشت خام!!!). امېد یو څه مې پر بحث رڼا اچلې وي.مڼنه.

  2. که لږ واضح شی نو ښه به وی ، چه لوکس وای څه ته ؟ ډیر ځوانان فکر کوی چه پردی فرهنګ خپلول او یا د پردیو فلمونو د لوبغاړو څخه کاپی کولو کی ځان ورته لوکس او د نورو د خوښی وړ ښکاری ، چه داسی نده ، اصل کی لوکس هغه دی چه ستاسی اکثریت د جامعی خوښ کړی او ښه مو وبولی

  3. غټان غټان لویان لویان پیدا دی
    دوئ خو له موره جنتیان پیدا دی
    راځئ چې هغو ته جنت وګټو
    څوک چی له موره دوزخیان پیدا دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب