تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۸ مه ) د هېواد په شمال زون کې ٢٠٩ شاهین قول اردو وایي، د سمنګان ولایت اړوند د دره صوف بالا ولسوالي یې بېرته د وسله والو طالبانو له کنټروله خلاصه کړه.
د دغه قول اردو ویاند حنیف رضایي رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې د دې ولسوالي د نیولو ادعا کړې ده.
هغه ویلي چې یاده ولسوالي نن سهار افغان ځواکونو بېرته نېولې ده.
ښاغلی رضایي زیاتوي چې د دغې ولسوالي د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.
هغه طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د کره ارقامو په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم افغان ځواکونو ته د تلفاتو په اړه معلومات ورکړې دي.
وسلوالو طالبانو تر دمه د دغو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښوولی.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د هېواد د څو ولسوالیو د نیولو ادعاوې کړې دي.
خو د دې ترڅنګ بیا دا په تېرو درو ورځو کې څلورمه ولسوالي ده چې افغان امنیتي ځواکونه یې بېرته له طالبانو نیسي.
تر دې وړاندې د پروان سرخ پارسا او شیخ علي او د عزني مالستان ولسوالۍ هم افغان امنیتي ځواکونو له طالبانو تصفیه کړې وې.
ورته مهال خوا ځینې راپورونه دا هم وايي چې طالبانو د کاپیسا نجراب ولسوالي نیولې ده.
خو ځايي چارواکي د ولسوالي د نیولو ادعا ردوي؛ مګر وایي په ولسوالي کې اوس هم جګړه ر وانه ده.