شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeسپورتننګرهار کې د ۱۶ کلنو څخه د کم عمره لوبډلو لوبې پای...

ننګرهار کې د ۱۶ کلنو څخه د کم عمره لوبډلو لوبې پای ته ورسېدې

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۸) ننګرهار کې د ثبت شویو روزنځایونو له ۱۶ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو د سیالیو په پای لوبه کې د ختیځ روح الله تره خېل کرکټ اکاډمۍ پای لوبه وګتله.

 یادې لوبډلې نن سپین غر اکاډمۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې لوبو اتلولي خپله کړه.

په دې لوبو کې وفي الله تره خېل غوره توپ وهونکی او کمال خان چې ۱۵ لوبغاړي یې سوځولي وو غوره توپ اچوونکی ونومول شو.

مسوولان وایي، چې دا لوبې د روانې جولای میاشتې په  ۸مه نېټه د دې ولایت په سپین غر خصوصي  کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب