شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د جګړې دوام له هېواد سره د ښکاره دښمنۍ مانا ورکوي

عبدالله: د جګړې دوام له هېواد سره د ښکاره دښمنۍ مانا ورکوي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۸) د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د لوی اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د سولې خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

عبدالله عبدالله ویلي، روانه جګړه ظالمانه ده او په خبره یې، چې وسله وال مخالفین لا هم د جګړو او تاوتریخوالي له لارې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو په لټه کې دي.

هغه زیاته کړې دوی له دې وړاندې هم په ځلونو ټینګار کړی، چې د افغان کشالې یوازینی حل خبرې اترې دي او د جګړې دوام پرته له دې، چې د خلکو درد او غم ډېرکړي بله هیڅ پایله نه لري.

عبدالله عبدالله ویلي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې او له دې وروسته د جګړې دوام له افغانستان او افغانانو سره د ښکاره دښمنۍ په مانا ده.

عبدالله داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د هېواد په ګڼو سیمو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د جګړو شدت سره سم په کابل کې ۱۵ سفارتونو او د ناټو استازي نن پر طالبانو غږ کړی، چې اوربند وکړي او په ټول افغانستان کې حملې ودروي.

دوی دا غوښتنه په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالب استازو ترمنځ د خبرو له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته وکړه.

دواړه خواوې په خبرو کې پر اوربند موافقې ته ونه رسېدې.

طالبانو تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ځینو رسنیو له لوري ویل شوي چې ګواکي طالبانو له اوربند سره سلا کړې خو دا ډله دا راپورونه ردوي او پر اوربند یې هیڅ راز جوړجاړی نه دی کړی.

د ۱۵ هیوادونو او ناټو استازو د سې شنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځې ته په اشارې ویلي « د اختر په خاطر طالبان باید د جګړې اور ودروي او نړیوالو ته وښيي چې د سولې پروسې ته ښه نیت لري.»

د ۱۵ هیوادونو او ناټو استازو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

دغه راز د یوه بل خبر له مخې ایران هم په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي له امله د کډوالۍ د نوې څپې په اړه ویلي، چې له افغانستان سره پر خپلو ټولو پولو یې ژور نظر دی او شرایط په پوره دقت تر څارنې لاندې لري.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې دوی په افغانستان کې پر روان امنیتي وضعیت اندېښمن دي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان امنیت د ایران امنیت دی او په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی ورته د منلو نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب