دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد ۱۵ هیوادونو او ناټو استازو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

د ۱۵ هیوادونو او ناټو استازو له طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه

تاند(دوشنبه، د سرطان ۲۸) په کابل کې ۱۵ سفارتونو او د ناټو استازي نن پر طالبانو ږغ وکړ چې اوربند وکړي او په ټول افغانستان کې حملې ودروي.

دوی دا غوښتنه په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالب استازو ترمنځ د خبرو له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته وکړه. دواړه خواوې په خبرو کې پر اوربند موافقې ته ونه رسېدې.

طالبانو تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د ځینو رسنیو له لوري ویل شوي چې ګواکي طالبانو له اوربند سره سلا کړې خو دا ډله دا راپورونه ردوي او پر اوربند یې هیڅ راز جوړجاړی نه دی کړی.

د ۱۵ هیوادونو او ناټو استازو د سې شنبې په ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځې ته په اشارې ویلي«د اختر په خاطر طالبان باید د جګړې اور ودروي او نړیوالو ته وښيي چې د سولې پروسې ته ښه نیت لري.»

دا اعلامیه د استرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، اروپايي اتحادیې، فنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، کوریا، هالنډ، هسپانیا، سویډن، بریتانیا، د امریکا متحدو ایالتونو سفیرانو او د ناټو جګپوړي ملکي استازي په ګډه خپرې کړې ده.

طالبانو په تېر کوچني اختر کې اوربند وکړ خو د لوی اختر په مناسبت یې اوربند نه دی اعلان کړی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو سړېدو ته په کتو ګومان نه کېږي چې په دې اختر کې دې طالبان اوربند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب