امنه عزیزي
ستا پرې نظر دی؟ اورې یې؟ یا که څوک یې درته لولي؟
غواړم ووایم درته!
دا نازکې شپې ورځې دي، د مرګ خوبونه له سره وڅنډه. ته مور د مرګ د ورځې لپاره نه یې زېږولی.
ته د دې لپاره نه یې زېږېدلی چې د وطن او خاورې لپاره دې هرو مرو ومرې، بلکې د دې لپاره پیدا او لوی شوی یې چې د خاورې لپاره دې دښمنان د مرګ په خوب وغځوې.
د وطن عسکره!
زړه ښکته نه کړې، ډاډه جنګېږه، ستا تر شا ستا لویه کورنۍ، ادکه، خویندې، وروڼه، مېرمن، ماشومان او درست وطنوال دي چې د هیلو دوې سترګې یې په تا کې ګنډلې دي.
زه نه غواړم سرتېری در غږ کړم!
ولې باید له سره د تېرېدو روحیه در پیاوړې کړم؟ ته به په هیڅ صورت له سره نه تېرېږې، ستا سر اضافه نه دی چې موږ دې هم تېرېدل درسره ومنو. ته عسکر یې، ساتونکی یې او دا وطن پر تا ولاړ دی، ستا د نامه مانا دا ده چې پر دښمن ورځه او تر سر یې تېرېږه.
د وطن عسکره! مټې دې پیاوړې اوسه!
د وطن له دښمن سره د مخامخ کېدو په وخت کې دا وېره مه لره چې له هغه وروسته یې څوک پاتې کېږي؟ که هغه هر فکر کوي، د هغه او زرو نورو هملارو مبارزه یې ستا د وطن او خاورې له سپېڅلې او رښتینې مینې او مبارزې سره هيڅکله برابره نه ده؛ نو ګوته پر ماشه مه لړزوه او زړور جنګېږه.
موږ نه غواړو چې ستا له مرګه وروسته ستا په نوم پر مشهورو واټونو او پارکونو وګرځو، ته باید دا هر څه په ژوندوني تجربه کړې، ووینې او د خپلې اتلولۍ تاریخ د خپلو سترګو پر وړاندې جوړ کړې.
ته مه مره!
کم وخت پاتې دب، بېخي کمې شېبې چې د دښمن له لاسه توپک پرژوځي او ستا د توپک په کنداغ کې به ګلان غوړېږي.
د انتظار کمې شېبې پاتې دي چې سوله خپله تل پاتې سندره پیل کړي او ته به تر هر چا وړاندې د سولې د خوشالي په اتڼ کې لاسونه تاووې را تاووې، ځکه سوله به ستا په مټو او ګوتو راغلې وي او پر دې خاوره د سولې لپاره تر هر چا د نڅا لومړی حق ستا دی.
هو ته به ولې مرې؟
ستا د بریالیتوب او ساتنې لپاره ستا دا دکې د اروا پر دعا د دې وطن ځمکه، اسمان، ستوري، سپوږمۍ، ډبرې او بوټي هم امین وایي.
ګل عسکره!
د وطن په هر سنګر چې یې ستا لپاره دې د ګلانو سور فرش شي، اوبه دې یخې او ډوډۍ دې ګرمه!
بیا هم وایم؛
زړه مه ښکته کوه، سر هسک او سترګې برندې وړه، ګامونه دې کلک او ساوې اوږدې ساته چې ستا له هرې ساه سره د دې وطن بوټي هم ساه اخلي.