شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ په وزیرستان کې د افغان سولې په اړه غونډه...

پښتون ژغورنې غورځنګ په وزیرستان کې د افغان سولې په اړه غونډه جوړوي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۸ مه)  د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په وزیرستان کې د افغان سولې په اړه د یوې سترې غونډې د جوړېدو خبر ورکوي.

د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې د روانې جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه به وزیرستان د افغان سولې په اړه د یوې پراخې غونډې شاهد وي.

نوموړي په یو ټویټ پیغام کې ویلي، مخکې چې به کله په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شو نو په وزیرستان کې به په یاد هېواد کې د جګړو د ډګر تودېدو لپاره غونډې جوړېدې.

د نوموړي په وینا ژر به په یاده سیمه کې د لومړي ځل لپاره د افغان سولې او ثبات لپاره غونډه جوړه شي.

پښتین زیاته کړې چې په وزیرستان کې د جوړېدونکې غونډې موخه په افغانستان او د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته امن او ثبات دی.

دا غونډه وروسته تر هغه جوړېږي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طالبانو له پرمختګ سره په کویټه او پښتونخوا کې خلکو د طالبانو په ملاتړ لاریونونه کړي او په لاریونونو کې یې د یادې ډلې په حق کې شعارونه ورکړي دي.

ورته مهال د یاد غورځنګ بل مخکښ غړي محسن داوړ هم د دغې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

هغه په خپل فیسبوک لیکلي چې نن یې پيښور کې د سپريم کورټ بار صدر لطيف افريدي سره په دې اړه خبرې کړې او ویلي یې دي
چې له اختر وروسته به د افغانستان سولې په اړه یوه ستره ولسي غونډه جوړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب