شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهرجب طیب اردغان: طالبان دې د خپلو وروڼو د خاورې اشغالول ودروي

رجب طیب اردغان: طالبان دې د خپلو وروڼو د خاورې اشغالول ودروي

تاند (دوشنبه د سرطان ۲۸) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په طالبانو غږ کړی دی چې د خپلو وروڼو د خاورې نیول او اشغالول ودروي.

ښاغلي اردوغان نن دوشنبه یوې خبري ناستې ته وویل چې د طالبانو چال چلن داسې نه دی چې یو مسلمان یې باید له بل مسلمان سره وکړي.

نوموړي زیاته کړه، «طالبان باید د خپلو وروڼو د خاورې نیول ختم کړي‌ او نړۍ ته دې همدا اوس وښيي چې سوله په افغانستان کې بریالۍ کیږي.»

ترکیې هوډ کړی چې له افغانستان څخه به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر چارې پر مخ بیایي او امنیت به یې ساتي، خو طالبانو ویلي چې ترکیه دې هم له ناټو سره یو ځای له افغانستان څخه ووځي.

تېره ورځ په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرو په پای کې موافقه وشوه چې د ستونزو د حل لپاره به د لوړې کچې خبرې روانې وي.

د قطر دوه ورځنۍ خبرې له ملموسې نتیجې پرته پای ته ورسېدې

په دوحه کې د افغان دولت او د طالبانو د لوړ پوړو پلاویو ترمنځ د غونډې په سبا، د نړیوالې ټولنې له‌ خوا یو ځل بیا په افغانستان کې د تل‌ پاتې اوربند غږ پورته شوی.

که څه هم تمه وه چې په دوحه کې به پر یو شمېر موضوعاتو لنډمهاله هوکړه وشي، خو ښکاري چې داسې کومه پایله نه‌ ده تر لاسه شوې.

اوس په افغانستان کې د امریکا، اروپايي ټولنې او د ناټو سربېره، د ۱۴ هېوادونو سیاسي استازولیو یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو له‌ خوا د روان تاوتریخوالي پای او د تل پاتې اوربند غوښتنه کړې.

په دې اعلامیه کې چې په افغانستان کې د کاناډا، چک، ډنمارک، استرالیا، اروپايي ټولنې، فنلند، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، کوریا، هالنډ، ناټو، اسپانیا، سویډن، بریتانیا او امریکا ډیپلوماتیکو استازو له‌ خوا خپره شوې راغلي، د طالبانو بریدونه د خبرو له لارې یوه سیاسي حل ته د رسېدو هڅې له‌ منځه وړي.

د دې هېوادونو په ګډه اعلامیه کې یادونه شوې چې د طالبانو بریدونه ملکي خلک زیانمن او بې ‌ځایه کوي او زیاتوي، دا بریدونه د خبرو له لارې د سیاسي حل او په دوحه کې د سولې بهیر څخه د طالبانو د ملاتړ له ادعا سره ټکر کې دي.

په اعلامیه کې دا هم لیکل شوي، هغه سیمې چې وروستیو کې طالبانو نیولي، ترې د بشري حقونو د سرغړونې، د خصوصي او عامه رسنیو د بندېدو او د بیان ازادۍ د کچې د راټیټېدو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان حکومت بیا وايي چې د اوربند غوښتنه د افغانانو په ګډون د ټولې نړۍ ده، خو طالبان ورته غاړه نه ‌ږدي.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز مشر دوا خان مینه ‌پال وايي، «د ټولو دریځ یو دی چې تاوتریخوالی، د افغانانو وژنه او د زېربناوو ورانول باید سمدلاسه ودرېږي. د افغانستان خلک حق لري چې د یوه ټولیز او تل‌پاتې اوربند خاوندان شي. له بده مرغه طالبان تل په وینا کې یو څه وايي او په عمل کې افغانان او ټوله نړۍ ویني چې دوی تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.»

خو د طالبانو ویاند ذبیح ‌الله مجاهد ویلي، دوی سولې ته ژمن دي او په همدې هدف یې لوړپوړی پلاوی د سولې خبرې پر مخ وړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب