جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد قطر دوه ورځنۍ خبرې له ملموسې نتیجې پرته پای ته ورسېدې

د قطر دوه ورځنۍ خبرې له ملموسې نتیجې پرته پای ته ورسېدې

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۷) له افغانستان څخه دوحې ته د تللي پلاوي او د طالبانو د قطر د دفتر د مشرانو خبرې بې کومې ملموسې موافقې او د اوربند په اړه له پرېکړې پرته پای ته ورسېدې.

دواړو خواوو د قطر په وخت د ماسخوتن په ۹ بجې د خپلو خبرو په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی د دې اعلامیې جزییات له رسنیو سره شریک کړي دي. د دې اعلامیې پر اساس دواړو خواوو موافقه کړې چې د افغانستان د اوسنۍ لانجې د پای ته رسېدو لپاره به د یوې منصفانه او تلپاتې حللارې د موندلو هڅه کوي.

د ټولو افغان نارینه وو او ښځو ګټو او غوښتنو ته به د اسلامي اصولو په رڼا کې ځواب وايي او تر هغو به خبرو ته دوام ورکوي چې یوه دایمي حللار وموندل شي.

په اعلامیه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې په ځانګړي ډول د ښځو په برخه کې له اسلامي اصولو د دوی هدف څه دی. طالبان د ښځو په اړه اسلامي اصول یو ډول تعریفوي او افغان چارواکي او همداراز نور اسلامي هیوادونه یې بل ډول تعریفوي.

د دواړو خواوو د پلاوو مشرانو د خبرواترو د چټکتیا پر ضرورت د ټینګار ترڅنګ ویلي چې په ټول افغانستان کې به د ملکي زیربناوو د ساتنې او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره به د واکسیناسیون د پرسونل د خوندیتوب لپاره مناسب اقدامات کوي.

1 COMMENT

  1. GAYS&MARRIED CAN NOT AGREE EACH OTHERS;
    TALIB LEADERS ARE OLD GAYS TEAM THEY DONT LIKE WHO ARE MARRIED WITH WOMENS.
    ALHAMDU LEL LAH AFGHAN GOVERNMENT JORY ARE A NICE MARRIED TEAM.
    TALIBS WASTE TIME THEY HAVE GOOD LIFE IN QATAR DO BUSINESS OF OPIUM.
    SORRY 100 TIME SORRY FOR AFGHANS WHO BURNS IN WAR.
    SALAMO ALIKUM

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب