جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهاحمد علي حضرت: افغان دولت دې د پاکستان مخالفینو ته لاس ورکړي

احمد علي حضرت: افغان دولت دې د پاکستان مخالفینو ته لاس ورکړي

تاند (یکشنبه د سرطان ۲۷) د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس وايي، دا یو ښکاره واقعیت دی چې په افغانستان کې د طالبانو په نوم روانه جګړه د پاکستان استخبارات  پرمخ وړي او له عام وژنې خوند اخلي.

احمد علي حضرت وايي، د طالبانو مالي او تجهیزاتي ملاتړ هم پاکستان کوي او حتی د جګړې په لومړیو کرښو کې د دغه هېواد ملېشې له افغان  ځواکونو سره مخامخ کېږي.

د ښاغلي حضرت په خبره، د پاکستان له خوا نورو هېوادونو لپاره روزل شوې ترهګرې ډلې لکه جیش محمد او لښکر طیبه هم له افغان ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، «د طالبانو مالي او تجهېزاتي ملاتړ هم پاکستان کوي او حتی د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دغه هېواد ملېشې، د نورو هېوادونو لپاره جوړې شوې ترهګرې ډلې، جیش محمد او لشکر طیبه هم افغان ځواکونو سره د پاکستان په خوله جګړه کوي.»

د ننګرهار ولايتي شورا رئیس وايي، په اسلام اباد او پنجاب کې وینه بهېدنه په افغانستان کې د جګړې د پای او سولې په معنی ده.

هغه زياتوي، افغان دولت باید د پاکستان ضد ډلې تمویل او وهڅوي، تر څو د پاکستان حکومت هم په پنجاب، لاهور او اسلام اباد کې وینه بهېدنه او وژنې وګوري.

احمد علي حضرت په خپله فېسبوک پاڼه په یوه پوسټ کې لیکلي، «ترڅو چې د پاکستان حکومت په پنجاب، لاهور او اسلام اباد کی  وینه بهیدل او وژنې ونه ګوري نو له افغانستان نه لاس نه اخلي. درد چې وګوري نو له دردمن زړه نه به خبر شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جګړه ییز حالات ډېر بدل شوي دي، خو د جګړو له شدت سره سره په دوحه کې پر سولې خبرې هم پیل شوي دي.

دا ځل د دولت د پلاوي مشري د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي او د طالبانو له خوا د دوی د دوحې د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د پلاوي په سر کې دی.

دواړو مشرانو پرون په پرانیستونکې غونډه کې ټینګار وکړ چې د سولې خبرې باید ګړندۍ او سیاسي جوړجاړي ته هڅې تېزې شي.

خو د نظر یو شمېر خاوندان دا ناسته د لنډمهالي اوربند او بیا د دایمې سولې لپاره ښه پېلامه بولي، خو ځیني نور بیا په دې نظر دي، چې دا وړ ناستې نور هېڅ درد نه دوا کوي او باید خلک پرې تېر نه ایستل شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عبدالغني برادر د یادې ناستې د پرانیستونکې وینا پر مهال وویل چې د سولې له خبرو باید ولسونه ناهیلي نه شي. هغه زیاته کړه، اوس خبرې حساس پړاو ته رسېدلي او هڅه دا ده، چې یو توافق ته سره ورسېږي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې دا ځل د افغان پلاوي مشري هم ورتر غاړې ده پرون په یاده ناسته کې وویل چې دوحې ته یې د سفر موخه د افغانستان ستونزې ته د یوې سیاسي حل لارې موندل، مشارکت او د افغانستان د خلکو لپاره د یوې ګډې راتلونکې ټاکل دي.

2 COMMENTS

  1. ډيرعالی او پرځای وړاندیز دی څوچه پاکستان متقابل ګذار ونه وینی له شرارته لاس نه اخلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب