سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهویلسن: د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوو

ویلسن: د افغان ځواکونو هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکوو

تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۷) په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن یو ځل بیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي چې په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن د دغه وزارت له سرپرست جنرال بسم الله محمدي سره په لیدنه کې ټینګار کړی دی چې هېواد یې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي، تسلیحاتي او تخنیکي ملاتړ ته ژمن دی او دغه راز د سولې له پروسې هم بشپړ ملاتړ کوي.

امریکا د افغان ځواکونو د ملاتړ خبره پر داسې مهال کوي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالب پلاوي ترمنځ د سولې مذاکرات روان دي او دواړو اړخونو یې مثبتو پایلو ته هیله مندي ښکاره کړې ده.

په ورته وخت کې راس ویلسن په یوه بله مرکت کې ویلي چې طالبانو په فاریاب ولایت کې جنګي جنایت ترسره کړی دی او دغه ډله باید د دې وحشیانه جرم پلټنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا دا پېښه په کلکو ټکو غندي او دا وېرونکې پېښه نه بښل کېدونکی جنایت بولي.

ویلسن ټینګار کړی دی چې طالبان د دې پېښې مسوول دي او باید څېړنه یې وکړي.

د ویلو ده چې د روان میلادي کال د جون میاشتې په ۱۶مه په فاریاب کې ۲۲ افغان کومانډویان وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي خو یادې ډلې وژلي دي.

1 COMMENT

  1. to great mr Willson us ambassador in Kabul;
    sir afghan war is running by pakistani military intelligent service(I S I
    I HOPE United States/NATO/and united nation bring political& economical pressure on pakistan.
    all nato&usa comander knows about this war.
    TALIBS ARE ONE SMALL GROUP/PAKISTAN ARMY AND OTHER TERRORIST GROUPS
    ARE PARTICEPATE IN WAR.
    PAKISTAN IS SUPPORTER OF TERRORISM IN THE WORLD.
    THANK YOU
    MOHMEND RAZMOHAMMED NEWYORK USA

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب