تاند(یکشنبه، د سرطان ۲۷) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، دا هیواد له طالبانو سره د تماس په مهال د ملګروملتو د امنیت شورا پرېکړه لیک په پام کې نیسي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د دې وزارت ویاندې ماریا زاخاروفا وویل، کله چې روسیه له طالبانو سره تماس نیسي نو د امنیت شورا پرېکړه لیک په ځان عملي کوي ځکه چې طالبان د امنیت شورا له پرېکړه لیک سره سم د بین الافغاني خبرو په لیست کې شامل دي.
دې له روسیا ۱ تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې زیاته کړه«د طالبانو غورځنګ زموږ په هیواد کې یو غیرقانوني تحریک دی. خبره دا ده چې روسیې په ځلونو ټینګار کړی چې د دې ډلې ملاتړ نه کوي، پر دې سربېره، له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په برخه کې پر خپلې ژمنې تاکید کوي او د طالبانو د تحریک په ګډون هر ډول تروریستي فعالیت غندي.»
زخاروفا په دې مرکه کې همداراز وویل«دلته یو ظریف خو مهم توپیر شته. د طالبانو تحریک د بین الافغاني خبرو یو اړخ دی او د ملګروملتو امنیت شورا پر ټولو هیوادونو غږ کړی چې د دې ډول خبرو ننګه وکړي. د امنیت شورا د ۲۰۲۰ د مارچ د میاشتې پرېکړه په همدې حد کې د طالبانو تحریک یادونه کوي. موږ له طالبانو سره په تماس نیولو یوازې د امنیت شورا پرېکړه لیک عملي کوو. موږ د یوه هیواد په توګه د پرېکړه لیک ملاتړ کوو او عملاً یې تطبیقوو.»
دې له طالبانو سره د تماس نیولو په خاطر د روسیې پر حکومت د رسنیو انتقادونه رد کړل او ویې ویل چې دا تماسونه سیاسي تماسونه نه دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویندویې له طالبانو سره وروستي تماسونه ښه وبلل او غوښتنه یې وکړه چې باید دا موضوع په بل ډول تعبیر نه کړل شي او دا سیاسي نظر نه دی او قانون قانون دی.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوی مسکو ته لاړ او هلته یې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.
له کتنې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې طالبانو ژمنه وکړه چې د منځنۍ اسیا پر پولو به تېری ونه کړي.