شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني په اسلام اباد کې افغان سفیر او ډیپلومان کابل ته...

ولسمشر غني په اسلام اباد کې افغان سفیر او ډیپلومان کابل ته راوغوښتل

تاند (یکشنبه د سرطان ۲۷) په عامه او ستراتېژیکو چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وایي، ولسمشر د بهرنیو چارو وزیر ته هدایت ورکړی، څو په اسلام اباد کې افغان سفیر او ډیپلوماتان کابل ته وروغواړي.

ښاغلی عمر زیاتوي، «جمهور رئیس بهرنیو چارو وزیر ته هدایت ورکړ چې تر څو د پاکستان حکومت د افغانستان د سفیر د لور برمته‌کوونکي په جزا نه وي رسولي او په هغه هیواد کې د افغان سفیر او دیپلوماتانو امنیت خونديتوب نه وي تضمین شوی، په اسلام آباد کې افغان سفیر او دیپلوماتان دې کابل ته را وغوښتل شي.»

کابل دغه پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې په اسلام اباد کې د افغان سفیر نجیب الله علي خېل د لور تښتونې ګڼ غبرګونونه راوپارول.

دې مسئلې په افغانستان کې سخت غبرګونونه پارولې دي او ټولو سیاسي څېرو په پاکستان کې د افغانې نجلۍ پر وړاندې دغه کړنه غیر انساني بللې او د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

ځینې نړیوالو سیاسي او د بشري حقونو په برخه کې فعالو څېرو دا پېښه له شرمه ډکه بللې ده او پاکستان یې د بشري حقونو په نقض تورن کړی دی.

په همدې حال کې ګڼ شمېر کسانو نن په کابل کې د پاکستان سفارت مخته او په جلال اباد کې د ننګرهار ولایت مقام مخته په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د لور تښتونې په اعتراض کې لاریون وکړ.

په لاریون کې ځوانانو او د مدني ټولنې فعالانو برخه اخېستې وه او د پاکستان پر ضد یې شعارونه ورکول.

لاریون کوونکو د عاملانو د جدي محاکمې غوښتنه وکړه او پر پاکستان یې غږ وکړ چې د دې پېښې عاملان دې توقیف او سزا ورکړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر نجیب الله علي خیل لور سلسله علي خیل د جمعې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د څو ساعتونو لپاره وتښتول شوه او تر شکنجې وروسته خوشې شوه.

په اسلام اباد کې د افغان سفیر لور تر تښتول کېدو وروسته تر درملنې لاندې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب