تاند (یکشنبه د سرطان ۲۷) په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وایي، په پنجاب کې د افغانستان د اوسني سفیر د لور تښتول او شکنجه کول د ټولو افغانانو د عزت موضوع ده او په کار دی چې پوښتنه یې وشي.
ښاغلي ضعیف په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پوسټ کې چې د پاکستان پرځای یې د ډېرو ملت پالو افغانانو په څېر د پنجاب کلیمه کارولې ده، لیکلي، «په پنجاب کې د افغان سفير دلور تښتونه او تعذيبول دټولو افغانانو دعزت موضوع ده،»
ضعیف د افغانانو له خوا د پاکستان د دغه چلند د غندلو او پوښتنې کولو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې، «هم بايد د هرافغان لخوا په کلکه وغندل سي اوهم يې پوښتنه وسي .»
ملا عبدالسلام ضعیف په ۲۰۰۰ – ۲۰۰۱ کې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر په توګه کار کاوه، خو پاکستاني مقاماتو دپلوماتیک اسناد په لاس ونیو او په ډېره بې عزتۍ سره یې په امریکایانو خرڅ کړ.
نوموړی له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۵ کال پورې په ګوانتانامو ټاپو کې د متحده ایالاتو په تر ټولو سخت زندان کې وخت تېر کړ چې وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت په هڅو را ازاد او په کابل کې مېشت شو.
له ضعیف وروسته، د افغانستان یو بل سفیر عبدالخالق فراهي د ۲۰۰۸ په سپتمبر کې په پاکستان کې وتښتول شو چې له دوه کاله ورکېدلو څخه وروسته د ۲۰۱۰ په نومبر کې راخوشې شو.
ویل کیږي چې پاکستان په خپلو تېرو او وروستي کار سره، د ویانا کنوانسیون، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ، د بشري حقونو نړۍ والې اعلامیې (UDHR)، او د بیجینګ اعلامیې له موادو څخه ښکاره سرغړونه کړې ده او افغانان له حکومت څخه غواړي چې دا موضوع په ملګرو ملتونو کې راپورته کړي.
شاباس افرین دغسې مولانا لږ غیرت پیداکړه
په کار دا وو چې طالبانو د ملا ضعیف له توهین او تحقیر نه چې پاکستان ورته وکړ وروسته له پاکستان سره هر ډول اړیکې پرې کړې وای او د پاکستان لعنتي استخباراتو او پوځ سره یې ښکاره دښمني اعلان کړې وای.
ټول هېواد پاله او غیرتي افغانان دې په یوه غښتلې روحیه او یوه غږ د تور مخي پنجابي دا انساني او اخلاقي ضد عمل په سختو ټکو وغندي. هیله ده چې نور طالبان هم د ښاغلي ضعیف په څېر د پنجابیانو غیر انساني عملونه وغندي او خپله خپلواکي ثابته کړي. مننه
د ملا ضعیف احساسات به د قدر وړ وی
خو
د افغان د وروستی دیرش کلنی غمجنه پیانو د ملا ضعیف او وکیل متوکل او نظر محمد مطمئن او نورو کابل میشتو توّابینو طالبانو د ګوتو څخه د بلې درنې سمفونی ږغولو انتظار درلود او لری ئې. یادو کسانو باید د طالب د مرموزی سناریو او ډرامې د ایجاد اصلی عاملین وولس ته معرفی کړی وای او په مخلصانه او صادقانه توګه ئې د لندن او پنجاب او حتی امریکائیانو پراخ رول ( د طالب د پروژې د ایجاد په هکله ) په ډاګه بیان کړی وای یا بیان کړی.
دا به د ویښو او صالح افغانانو شعور ته سخت توهین او سپکاوی وی که یاد کسان اوس هم د طالب تحریک یو خودجوش او وولسی او مستقل تحریک وګڼی بناً یاد کسان یا باید په ډیر شهامت او جرئت ټول حقائق ووائی یا باید ګَل ور واچوی او د هیڅ مسئلې په هکله هیڅ ډول نظر وړاندی نکړی ، اصلاً د یادو کسانو پټه خوله او د طالب د توری پروژې د تشکیل نه تشریح کول خپله یو ډول ملی خیانت ګڼل کیږی.
امّا د ښاغلی درویش ملنګ د پام وړ:
پرون ورځ می هیڅ فرصت نه وموند چی د یوې دینی مقالې په هکله د درویش ملنګ ترخې تبصرې ته غبرګون ښکاره کړم.
د درویش ملنګ د احمقانه دریځ په هکله فقط دوه درې لنډ ټکی:
درویش ملنګ لیکلی وه چی ” راسئ او موږ د اسلام د دین له شرّه وژغورئ! ”
البته مضمون ته نژدې مطلب.
لومړی:
هر څوک مطلقه آزادی لری چی ځانته دین غوره کوی یا نفی کوی
هیڅوک نه سی کولای چی کوم بل څوک په اِکراه او جبر په یو فکری – عقیدتی جال کی ایسار یا آزاد کاندی بناً د درویش ملنګ فریاد ( د مرستی او ژغورنی فریاد ) یو احمقانه او مرموزانه فریاد دی.
دوهم:
ځینی ملحد او مرتد کسان ګومان کوی چی زموږ د هیواد یا منځنی ختیځ ځینو نورو هیوادونو د وګړو د نن ورځی ژوری سیاسی – اجتماعی – اقتصادی – امنیتی – فرهنګی او نوری انسانی ستونزی د اسلام د دین ږېږندنه ده.
دا ډول تفکر یو ځان تېرایستونکی تفکر دی.
درویش ملنګ او هغه ته ورته کسان باید دا تریخ حقیقت ومنی چی:
زموږ یا د منځنی ختیځ سیمه که د هر ډول دین او فرهنګ درلوونکې وای او یا اصلاً هیڅ ډول دین ئې هم نه درلودای خو بیا به هم د طبیعی زیرمو او شتمنۍ او جغرافیائی مؤقعیت له کبله د غربی او شرقی استعمارګرانو او چپاولګرانو لخوا همداسی ځپل کېدای لکه نن ورځ چی ځپل کیږی.
نو خبره دا ده چی:
استعمارګران او چپاولګران به حتماً د مِتافزیکی محکمې په سالون کی د سخت مجازات سره مخامخ کیږی او په څنګ کی به ئې د هغوی فکری مُریدان هم د سختی رسوائی او مختوری سره مخامخ کیږی.
بله دا چی د مسلمانانو شمېر یو میلیارډ دی خو نن ورځ د نړۍ پر مخ لږ تر لږه درې میلیارډه انسانان د سخت هر اړخیز بحران ( لوږی، ناروغۍ، مُفلسۍ، پریشانۍ، بې کورۍ او…. ) سره مخامخ دی البته د ظالمانه کاپیټالیسټی سیسټم له برکته چی دا مسئله خپله د د درویش ملنګ غوندی کسانو د فکری فساد او محاسباتی نقصان ښکاره سند دی.
نو
د درویش ملنګ غوندی کسانو ( د نړیوال صهیونیزم مزدورانو ) سُرنا او ډُول فقط د هغوی خپل غوږونه پڅوی او بس.