شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+له غازي امان الله خان وروسته د هېواد ازادۍ ته یوه کتنه

له غازي امان الله خان وروسته د هېواد ازادۍ ته یوه کتنه

لیکوال: سراج احمد حبیبي

ازادۍ تر پاچاهیه لا تېری کړي

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

یو سلو یو کال مخکې پر افغانانو دا د بل د حکم د زندان دېوالونه د هېواد د یوه لوی اتل او ملي مبارز حضرت شاه امان الله خان غازي په لاس له بېخه ونړول شول، خو له بده مرغه له هغه وروسته د پردیو په نغوته او لارښوونه د هېواد نورو بچیانو په بېلابېلو وختونو کې یو ځل بیا د دې زندان د دېوالونو د بنسټ ایښودلو هڅه وکړه، که څه هم دوی

سراج احمد حبیبي

په دې کار کې څه نا څه بریالي هم شول، خو دا چې د هېواد د ډېری وګړو پر زړه او فکر د حضرت شاه امان الله خان غازي د آزادۍ درس هک شوی ؤ، د دوی دا ډول شومو هڅو تر ډېر بریده رنګ رانه ووړ.

حضرت شاه امان خان غازي وروسته له هغې چې پلار یې امیر حبیب الله خان د لغمان په کله ګوش کې ترور شو، په ( ۱۲۹۷) هجري کال د سلواغې په (۳۰) په کابل کې خپل سلطنت اعلام کړ، له دې اعلام دولس ورځې وروسته یې د هند لوی قومندان لرد چلمسفورد ته د خپل سلطنت د اعلامولو او د خپل پلار د مړینې خبرد یوه لیک له لارې ورکړ، ده په دې لیک کې د پورتنیو دوو پېښو ترڅنګ ضمناً د هېواد د خپلواکۍ خبره هم راغبرګه کړې وه، خو د ده پر دې خبره او اعلام د هند لوی قومندان لرد چلمسفورد هیڅ غوږ ونه ګراوه، او همداسې ځای پر ځای یې پرېښود.

له دې وروسته غازي امان الله خان د همدې کال د حوت د میاشتې پر (۹) نهمه په یوه مشهوره اعلامیه کې ولیکل چې وروسته له دې نه افغانستان په ټولو داخلي او خارجي چارو کې بشپړه ازادي لري او د دغو ازادۍ د لا رسا غږ د پورته کېدو په موخه یې څه وخت وروسته په مراد خانه کې د وري د میاشتې په (۲۴) د انګلیستان د سفیر په مخکې د زرګونو خلکو په وړاندې د هېواد خپلواکي اعلام کړه او د خپلې وینا په ترڅ کې یې وویل چې وروسته له دې افغانستان د نورو هېوادونو په څېر خپلواک او آزاد دی.

غازي امان الله خان چې د هېواد د خپلواکۍ اخیستو ترڅنګ، له ټولنیز، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي پلوه د هېواد د پر ځان بساینې ډېر ارمانجن هم ؤ، پر همدې اساس یې له خپلواکۍ اخیستو څخه وروسته په ډېره بېړه سره په هېواد کې د ګڼو سمونونو (اصلاحاتو) په راوستلو لاس پورې کړ، ده د خپلې دې موخې لپاره لومړی دولتي بنسټونو ته پام واړاوه او په دې بنسټونو کې یې هم تر هر څه وړاندې په خپل دربار کې اصلاحات راوستل. د دولتي بنسټونو تر اصلاح وروسته یې ملت ته مخه کړه او د ملت په زړه او فکر کې یې د بدلونونو د راوستلو هڅه پیل کړه، خو دې هڅې یې تر ډېره بریده بریالۍ پایله نه درلوده، ځکه له سایکلوجیکي پلوه ملت لا د ده د مترقي نظریاتو منلو ته آماده شوی نه ؤ، که څه هم په لومړیو کې له ده سره د دې اصلاحاتو په راوستو کې د هېواد بېلابېلو سیاسیونو، روښانفکرانو، پوهانو او د داسې نورو پوړیو ډېری شخصیتونو هم ونډه اخیسته، او دا ډول شخصیتونه هم تل د ملت پر زړه او فکر پوره خپل راج چلوي، خو د غازي امان الله خان د ټولنیزو اصلاحاتو په پیغام رسونه کې د دوی راج هم آپوټه پایله ورکړه، او ډېر ژر د هېواد په بېلابېلو برخو کې ګڼ خلک د ملایانو په نغوته او لارښوونه د غازي امان خان د ټولنیزو اصلاحاتو پر وړاندې ودرېدل او د همدې ملایانو له خولې یې پرې د تکفیر ټاپه ووهله او نوموړی یې تعبید ته مجبور کړ. د ده د تکفیر لپاره ملایانو لاندې دلایل وړاندې کول:

۱ـ غازي امان الله خان د پګړۍ پر ځای خولۍ رواج کړه.

۲ـ د ږیرې خرېیلو او درېشۍ اغوستلو رواج یې وهڅاوه.

۳ـ د ښځو ښوونځي یې پرانستل او ښځې یې بهر ته د زده کړو لپاره ولېږلې.

۴ـ قمري سنه یې په شمسي سنه واړوله.

او داسې نور.

دغو دلایلو ته که چېرته ژور نه نظر وکړو د یوه چا د تکفیر لپاره موثق دلایل نه شي ګڼل کېدلای او نه هم په هغه پېمانه وو او دي چې د یوه هېواد د سیاسي نظام پر وړاندې دې ملت قیام پرې وکړای شي، خو دا چې د غازي امان الله خان د چټکو ټولنیزو او سیاسي اصلاحاتو پر وړاندې ډېر لوی وګڼل شول، لاملونه یې دا وو:

۱ـ  انګرېزانو په ملت کې د غازي پر وړاندې ډېر پراخ تخریبي فعالیتونه او تبلیغات پیل کړل. حتی ملایان او روحانیون یې چې تر ډېره یو ګوښه نشین او له سیاست نه لرې قشر دی، هم پر سیاست کولو مجبور کړل.

۲ـ غازي امان الله خان په خپلو اصلاحاتو او سمونونو کې له ډېرې بېړې څخه کار واخیست. یعنې که چېرته ده په هغه وخت کې له ډېرې بېړې څخه کار نه وای اخیستی او په تدریجي ډول یې پر سمونونو لاس پورې کړی وای، ښايي د دا ډول پایلې د پېښېدو شونتیا ډېره را کمه شوې وای. خو له بده مرغه چې دا چاره هم تر سره نه شوه.

۳ـ د غازي پر وړاندې د ملت د قیام یو بل ډېر بارز لامل دا هم ؤ چې د هغې وخت په افغاني ټولنه کې زیاتره د نفوذ خاوندان اشخاص یعنې ملایان، ملکان، روحانیون او د هېواد نور بېلابېل با نفوذه اشخاص د اصطلاحاتو راوستلو مخالف ؤ، دغو اشخاصو په ډېره پراخه پیمانه په ملت کې د خپل نفوذ کړۍ ډېرې کړې، دوی نه یوازې د وعظ او منبر له لارې د غازي پر وړاندې د خلکو تحریک ته مټې را بډ وهې، بلکې د قلم او کتابت له لارې یې هم د خپلو موخو د تحقق هڅې وکړې.

۴ـ لکه څرنګه چې پورته هم ذکر شول، د ملایانو، روحانیونو او متنفذونو ترڅنګ حتی ټول ملت له سایکلوجیکي پلوه د ټولنیزو مترقي نظریاتو پلي کولو ته اماده شوی نه ؤ.

په دې توګه ورو ورو حبیب الله کلکاني ته چې ځان یې د هېواد له روحاني طبقې څخه ګاڼه واک ته د رسېدو زمینه برابره شوه. هغه د خپل سلطنت د اعلام په هماغو لومړیو شېبو کې وویل چې نور به د هېواد د بیت المال پيسې پر ښوونځیو او پوهنتونونو ونه لګوي، په دې لحاظ د ازادۍ د لاسته راوړنو د ساتلو او د افغانستان د ودې او پرمختیا له مخې دا دوره یوه توره دوره ګڼلای شو، که څه هم په دې دوره کې د هېواد څلورې خواوې په ظاهره د کوم بهرني هېواد تر تاړاک لاندې رانغلې. خو له شک او تردید پرته د بهرنیانو لاسوهنو ته زمینه پکې په ډېره لوړه کچه مساعده وه.

د ده حکومت دومره مرتجع حکومت ؤ چې د هر ډول بدلون او ټولنیزې پرمختیا مخه یې ډب کړه او همدا راز د افغانستان د ملي یووالي او ځواکمن کېدو په مخ کې هم لوی خنډ واقع شو.

همدغه لامل ؤ چې ډېر ژر د ده پر وړاندې په هېواد کې له یوې خوا د اماني انقلابي رژیم کسان او له بلې خوا د نادري محافظه کار رژیم کسان راپورته شول، چې په پایله کې سوبه د غازي امان الله خان د کسانو پر ځای د نادري محافظه کار رژیم په برخه شوه او هغه وکولای شول چې د حبیب الله کلکاني تورې دورې ته د پای ټکی کېږدي، که په هغه وخت کې د نادرخان پر ځای یو ځل بیا غازي امان الله خان واک ته رسېدلی وای، نو ښايي هغه خپلو پاتې کارونو او د مترقي نظریاتو پلي کولو ته ادامه ورکړې وای او په دې توګه یې د ازادي اخیستلو ثمره هم په هغه شکل سره چې لازمه وه، هېواد ته راوړې وای.

ځکه نادرخان که څه هم کوښښ کاوه چې د غازي امان الله خان په لاس د اخیستل شوې ازادۍ لاسته راوړنې وساتي او پرې نه ږدي چې د هېواد ازادي د کوم بهرني ځواک له لوري وتروړل شي،  خو بیا یې هم د غازي امان الله خان په پرتله په هغو شرایطو کې د هېواد لپاره مناسب شخص نه شو ګڼلای، ځکه له دې مخې د هېواد د پر ځان بساینې لپاره هغه مینه او لېوالتیا چې د غازي امان الله خان په زړه کې، هغه د ډېرو پاچاهانو په زړه کې نه وه.

له نادرخان نه وروسته د ظاهر شاه په دوره کې تر ډېره هڅه وشوه، چې د خپلواکۍ حقیقي لاسته راوړنې وساتل شي او بهرنیانو ته په هېواد کې د لاسوهنو زمینه مساعد نه شي، د ده د سلطنت په دوره کې هم د هېواد هیڅ خوا تر بهرني تاړاک لاندې رانغله. دغه راز د هېواد د ښېرازۍ، د نجونو او هلکانو د تعلیم، د بیان د ازادۍ او داسې نورو لاسته راوړنو هڅې او کوښښونه هم د ده په دورې کې شوي دي او تر ډېره په دې برخه کې بریالی هم ؤ.

له ظاهر شاه نه وروسته د داوود خان، نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین په درې واړو دورو کې هېواد له داخلي کشمکشونو او اړدوړ سره مخامخ شو، د همدغو کشمکشونو او داخلي جګړو په پایله کې روسانو ته د راتګ زمینه مساعده شوه، او یو ځل بیا هېواد خپله خپلواکي له لاسه ورکړه، په دغو کشمکشونو کې نه یوازې هېواد خپله خپلواکي له لاسه ورکړه، بلکې بنسټونه یې هم له بېخه ونړول شول. که څه هم په ورستیو کې روسانو د ځینو بنسټونو په بیا جوړونه لاس پورې کړ، خو د مجاهدینو په راتګ سره دغه بنسټونه یو ځل بیا له خاورو سره خاورې شول.

په همدې ډول سره د روسانو له راتګ نه وروسته تر ننه پورې په بېلابېلو وختونو کې د افغانستان بشپړه آزادۍ له یوه او بل لوري تر ګواښ لاندې راغلې ده، دا ګواښونه کله کله محسوس او د هر چا لپاره د درک وړ وو او کله کله بیا داسې وو چې د هر چا لپاره د درک وړ نه وو، بلکې یوازې هغه د ژور سیاسي لیدلورو لرونکو او د وطن د ډېرو خواخوږو کسانو لپاره محسوس وو.

د بشپړې آزادۍ د نه درلودو تر څنګ مو تر ننه پورې د غازي امان الله خان د ټولنیزو اصطلاحاتو ارمانونو تحقق نه دی موندلی، نن هم د هېواد په ډېرو سیمو کې هېوادوال د نجونو د زده کړو مخالف دي، ښوونځي، پوهنتونونه او نور د زده کړو بېلابېل مرکزونه د بندېدو له ګواښ سره مخامخ دي. کلینکونه، سرکونه او نور عام المنفعه ځایونه پر بمونو آلوزول کېږي.

په دې توګه د یو سله او یو کلونو په تېرېدو سره موږ لا هم تر هغه وخت نه لا بد تر ژوند لرو، که څه هم نړۍ اوس په ډېره چټکه توګه په علمي او سیاسي لحاظ د ودې او پرمختیا په حال کې ده، خو زموږ په برخلیک کې لا هم هماغه توره ورځ لیکل شوې ده.

پر همدې اساس نور په ډېر عجز او زارۍ سره د لوی څښتن دربار ته لاسونه لپه کوو چې زموږ پر هېواد واکمن تورتم د تل لپاره پای ته ورسوي، دې تورتم نه یوازې زموږ د رښتینې ازادۍ خواږه رانه اخیستي، بلکې ژوند مو یې هم په هر دم او قدم کې د مرګ له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب