جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا: طالبان باید فاریاب کې د تر سره کړي جنایت پلټنه وکړي

امریکا: طالبان باید فاریاب کې د تر سره کړي جنایت پلټنه وکړي

تاند (یکشنبه د سرطان ۲۷) امریکا یو ځل بیا په فاریاب ولایت کې د تېرې جون میاشتې په ۱۶مه د افغان کومانډویانو ډله ییزه وژنه وغندله.

په کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن پر خپل ټویټر په یوه ټویټ کې لیکلي چې طالبانو په فاریاب ولایت کې جنګي جنایت ترسره کړی دی او دغه ډله باید د دې وحشیانه جرم پلټنه وکړي.

راسن وېلسن زیاته کړې، امریکا دا پېښه په کلکو ټکو غندي او دا وېرونکې پېښه نه بښل کېدونکی جنایت بولي.

نوموړي ټینګار کړی چې طالبان د دې پېښې مسؤل دي او باید څېړنه یې وکړي.

د ویلو ده چې د تېرې جون میاشتې په ۱۶مه په فاریاب ولایت کې ۲۲ افغان کومانډویان وسله والو طالبانو ته تر تسلیمېدو ورسوته وژل شوي دي.

له دې پېښې وروسته د سي ان ان خبري شبکې په خپل یوه راپور کې وویل، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې وسله وال طالبان ۲۲ افغان کومانډویان له تسلیمېدو وروسته په ډزو وژني.

دا پېښه شاوخوا یوه میاشت وړاندې د فاریاب په دولت‌اباد ولسوالۍ کې شوې.

په هغې ویډیو کې چې سي ان ان خپره کړې، په کې څو تنه افغان ځانګړي ځواکونه لیدل کېږي چې د طالبانو په محاصره کې دي او لاسونه یې پورته نیولي او وروسته په ډزو وژل کېږي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د طالبانو دا اقدام ټکان ورکوونکی او د نړیوالو بشري قوانینو خلاف بللی دی.

د دې سازمان غړې سمیرا حمیدي زیاته کړې، «موږ د دغه برید په تړاو د ډېر مشخص او جدي تحقیق او محاکمې ته د دغې پېښې د عاملینو د راکشولو غوښتنه کوو، که د افغانستان حکومت دا کار ونشي کولی نو موږ هیله لرو چې نړیواله ټولنه او د جرایمو نړیواله محکمه (ای سي سي) په دې مسله کې راښکیله شي او په اړه یې تحقیق او جدي چلند وکړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب