Homeخبرونهد طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې؛ د رسنیو ښځینه کارکوونکي یې له...

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې؛ د رسنیو ښځینه کارکوونکي یې له دندو شړلي

تاند (یکشنبه د سرطان ۲۷) د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ګڼو ولایتونو کې د جګړو زیاتوالي ته په اشاره د طالبانو لخوا د رسنیو په وړاندې محدودیتونو او د تاریخي اباداتو په وړاندې د پرتو ګواښونو په هکله اندېښنه ښيي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد قاسم وفايي زاده نن یکشنبه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې ۵۱ خبریالان په خپلو ولایتونو کې د نا امنیو له امله کابل ته راغلي او ۷۱ نور د خبریالانو د خوندیتوب پروګرام له لارې د ویزې په اخیستلو سره له هیواده بهر ته تللي دي.

وفایي زاده زیاته کړه، «کومو سیمو ته چې طالب لاسرسی پيدا کړی دی، بدبختانه هغه پخوانی سیاست چې د رسنیو او بیان ازادۍ په وړاندې محدودیت دی مخته وړي.»

حمد قاسم وفايي زاده وویل، د هرات په شینډنډ کې میهن، په بغلان کې پیمان، په سمنګان کې سیمای صلح، بلخ کې نوبهار او په کندز کې جیحون راډیو د طالبانو تر فشار لاندې د دغې ډلې تبلیغات خپروي او د دې راډېوګانو ښځینه کار کوونکي یې په کورونو کېنولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د افغان چارواکو دغه څرګندونې بې اساسه بللي او ویلي یې دي چې د دوی تر حاکمیت لاندې سیمو کې پر رسنیو محدودیت نشته او تاریخي ابدات هم له تخریب څخه خوندي دي.

د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ ریاست د رسنیو او تاریخي ابداتو په هکله یادې څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان جګړه ییز حالات ډېر بدل شوي دي، خو د جګړو له شدت سره سره په دوحه کې پر سولې خبرې هم پیل شوي دي.

دا ځل د دولت د پلاوي مشري د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوي او د طالبانو له خوا د دوی د دوحې د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د پلاوي په سر کې دی.

دواړو مشرانو پرون په پرانیستونکې غونډه کې ټینګار وکړ چې د سولې خبرې باید ګړندۍ او سیاسي جوړجاړي ته هڅې تېزې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...