جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+پاکستان طالبان ولي جنګوي! | ح حقوېش

پاکستان طالبان ولي جنګوي! | ح حقوېش

پاکستان په افغانستان کي بیا هغه تیروتنې تکراروي، په کومو چي ددوى پخواني او اوسني پوځي او سیاسي مشران پښیمانه دي.

ځكه دا ددوى د واک مجبوري وي، کله چي د پاکستان د پوځ لوى درستيز(چيف اف ارمي) ټاکل کيږي، سل په سل کي به د امريكا او انګريز د امر تابع وي، او سياسي حکومتونه يې بيا د همدې لوى درستيز تر نظارت لاندې جوړيږي، لکه د عمران خان اوسنى حکومت. ددې خبري يادونه خپله د پاکستان د استخباراتو پخواني مشر حميد ګل په يوه ټلويزيوني مرکه کي هم کړې ده “چي د پاکستان لوى درستيز د امريكا په خوښه ټاكل کيږي”. همدا ډول د پاکستان يو بل لوى درستيز مرزا اسلم بيګ په خپل کتاب (اقتدار کي مجبوريان) کي ليکي: چي دا موضوع مي د جنرال ضياالحق د يوې خبري څخه راخستې ده چي هغه به ويل ځيني وخت د واک/اقتدار مجبوري وي، چي سړى تېروتنې ته مجبوره کړي.

نو د پاکستان پوځي او سياسى مشران چي د امريكا په خوښه ټاكل کيږي، همدا ډول مجبوره هم دي چي د هغوى د ګټو لپاره په هر صورت کار وکړي. اوس هم په افغانستان كي جنګ تودول د امريكا د پاليسۍ يوه برخه ده چي په افغانانو خپل لاسپوسي په سپېڅلي ډول ومني، او دا لاسپوسي ددوى په نشتون کي په ښه او وفاداره توګه کار ورته وکړي، لکه څنګه چي اوس د پاکستان پوځ او سياسي مشران ددوى ګټو څخه هيڅ وخت سر غړونه نشي کولى. پاکستان که څه هم د افغانستان په جنګ کي شل سلنه ګټه کړې ده او دا ګټه يې تر ډيره د ولس په ځاى د يوڅو پوځي مشرانو جېبو ته ځي، او اتيا سلنه ګټه ورنه نور هېوادونه وړي. د پاکستان هر پوځي او سياسي مشر چي له اقتداره ليري شوى هغه دا خبره کړې ده چي موږ په افغانستان كي د پرديو د ګټو لپاره جنګ کړى ده، خو په وخت د اقتدار دې هرڅه ته په سمه ګوري او پښتانه ملتپال چي هر وخت يې د افغانستان د جنګ د له منځه وړلو لپاره ږغ پورته کړى دوى يې وژني او بنديانوي.

د ضيالحق د واک مجبوري وي چي د امريكا لپاره يې د افغانستان جنګ په غاړه واخيست، ددې ترڅنګ يې ځيني شخصي ګټي هم په پام كي وساتلې، خپله واکمني اوږدول، او نور هغه خنډونو چي د ته سرخوږى وو په دې وخت يې ورنه مخنيوى وکړ. امريكا که څه هم په بوجيو ډالر او مهمات ورکړل خو هغه د يوڅو کسانو جېبو ته ولاړل، ولس ته هيڅ هم په لاس نه ورغلل، بې له وسلو ماسېوا چي د يوه او بل وژل يې باندې پيل کړل، همدا ډول نصرالله بابر، حميدګل، مشرف، سميع الحق او نور پاکستاني پوځي او سياسي مشران پسې راوخله.

اوس اصل خبره داده چي دا خو د پاکستانيو چارواکو مجبوري ده، چي د خپل شخصي واک لپاره د امريکا او نورو د ګټي لپاره هرڅه ته تياروي، ځکه واک يوه داسې پديده ده چي واک ته د رسېدلو لپاره له سړي هرڅه کيږي، نو پوځيان او سياسي مشران به ضرور داسې کوي، بلخوا پاکستان جوړ شوى د همدې لپاره ده چي شرقيانو ته به کار کوي. له بده مرغه چي مجاهد او طالب ددې غلام! غلامي ته په څومره سپېڅلي نظر ګوري، او هغه يې له غلامي څومره ناوړه استفاده اخلي، کله يې د مذهب په نوم په انګريزانو خرڅوي، کله يې په امريكايانو، کله په روسيانو، کله په عربيانو او کله يې په چينايانو خرڅوي. خو دوى دومره غيري سياسي او جذباتيان دي چي څلور لسيزي وروسته هم د پرديو په پېچلو لوبو پوه نشو.

3 COMMENTS

  1. د پاکستان د دولت، نظامی اداری او استخباراتو سیستم ډیر بیچلی دی، خدای دی بنده تری ساتی، ډیر دوکه باز او په عین وخت کې نامرده او ظالم هم دی. دغه اساس د انګلیس د استخباراتو له خوا له نن څخه اویا کاله مخکی کیښودل شو، پنجابیان لندن ته پایتخت وایی. ددوی لوړ رتبه نظامیان ټول هلته روزل کیږی، له تقاعد وروسته له تحصیل ورسته، د تفریح او نورو وختونوکی لندن کی وی دتاسو به پیاد وی بینظر چیری وه ؟ همدا لندن ته تله راتله، پرویز مشرف یی وګوره نواز یی وګوره لندن دوی ته داسی دی لکه دافغانانو لباره چی کابل ده. خوکابل د انسانیت د روزنی اود واقعی اسلام مظهر دی، لندن د شیطنت او استعمار سمبول دی.
    پنجابیان او ځینی د پښتونخا د صوبی خاینان چی هلته روزل شوی په لندن ډیر فخر کوی نو ځکه ډیر غره ښکاری لندن فقط استخبارتی مسایل ورته تدریسوی اما د عام ولس حساب بیل دی، خصوصاً دپېښور او وزیرستان خلک ډیر نارینه او افغاندوسته دی، بلوچان میړنی خلک دی، خو زموږ مجاهدینو او طالبانوهلته اافغانیت په دوه پیسو کړ کنه اوس به موږ د غلام دغلام نیابتی جګړی ته تبا کولو

  2. ډیرخام تحلیل دکړی دافغان جګړه دپاکستان مجبوری نوو پاکستان دخدایه همداحالت غوښته دکلونوکلونو یی افغان مخالفین دسردارداؤددوخت نه روزلی اوجګړی ته یی استولی افغان جګړه په هروخت کی دوی ته دلنګی غوا حیثیت درلود آن تردی چه ددی جګړی له برکته داتومی سلاح څښتنان هم شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب