د ملکزي صيب دې کور آباد وي چې په دې ښکلو کرښو اوعناوينو يې يو وار بيا زما مخ خپل ماشومتوب، زلميتوب او تېرعمر ته ستون که، راته يې وويل: « دا يوه هڅه مې کړې چې ستا په نظر به څنگه وي؟» ما د دې اثر چې ملکزي صيب په کې زيات کړاو گاللي وليده، لومړې خو د هغه د احساس قدردانی کوم او بله دا چې يو څوک له خپل کلي او کوره ليرې شي، له خپلې ديرې، هوجرې او هديرې ليرې لاړ شي، له خپلو ونو او غنو ليرې شي نو بيا يوه ژوره نوستالژيا د تير د ياد په پار د هغه په اندامونو لکه خپسه، خوله لگوي۔ پر ما يې هم دا کانې وکړې. زه چې هرکله (هسې خو ټول افغانستان زموږ په تنگ او مساپر زړه کي پروت دې) د کونړ نوم اورم نو دا شعر مې سم دواره خولې او ذهن ته راځي چې وایي: اى مسته، مسته کونړه مسته + دغم جاله مې درکې لاهو کړه. اوس يې درنيسه، اى زبردسته
يو وخت قدرمند، شاه محمود مياخيل صيب خپل يو ډير با ارزښته اثر چې نوى چاپ شوي وو، راوليږه. کله چې مې کتاب خلاص کړ، يوې کليمي زما ټول تن او بدن وريږداوه او هغه دا وه «په کونړۍ مينه!» زه همدې کليمې دوه شيانو ته په فکر کي يوړم؛ يو د کونړ ولسونه او بل د کونړ طبعيت، دا دواړه ستر موهبتونه دي۔ د کونړ د خلکو مينه، صداقت، رښتينولي، ميړانه په زغرده خبره، بې ترهې پريکړه لکه د کونړ د سر شاره طبعيت نه مالا مال هستي ده. رښتيا هم، هلته چې څوک د يو ولسي کونړي سره مخامخ شي، نو ټټر در سره جنگوي. د دې ټټر له لارې د خپل زړه مينه در سره شريکوي، صداقت درسره شريکوي او لکه د کونړ باعظمته غرونه، تا ته په ښه بده کې لکه د کونډ غر دريږي۔ حکومتونه هغوئ نه شي رعيت کولي، بلکې د هغوئ دود او سنت داسې ټينگ، سپيڅلې او د درناوۍ وړ قانون دې چې هر زور ور ورته غاړه ږدي.
که ته د يو کونړي کور، يا دېري او هوجري ته ورشې، هغه که تازه د خپل پټي او کار نه راغلې وي، پايڅې به يې لمدې وي، خولې به پرې راماتې وي، خو هر څه چې په کور کې لري، ستا مخ ته به یې کيږدي او درته وايي به « تور توتان، له يار نه قربان» د کونړي په هماغه سپيره سوکړک او د شوتلو په سبو کې داسې خوند وي چې د دنيا د سترو رستورانونو په خوړو کې نه وي۔ دا کيفيت په څه کې دې؟ کيفيت يې په دې کې دې چې کونړۍ مينه په خوړو کې، په سوکړک او د شوتلو په سبو کې يوځاې شوې وي او هغې ته يې جلا خوند او مزه ورکړې وي۔ په دغو خوړو کې روحانيت او معنويت غځيدلی وي، مينه او صميميت په کې وي او ريا او تظاهر ترې تښتیدلی وي۔ نو همدا کونړۍ مينه ده او همدا د کونړیانو ځانګړتیا ده۔
زه او ټول کونړيان، د درانه ملگري ولي الله ملکزي پوروړي يو، چې زموږ د بيوزلي خو په هوډ او عزم کي د هندوکشي کونړ يادونه يې کړې ده. ښه يادونه يې کړې ده. غرونه يې ورله ستايلي دي. درې يې ورله ستايلې دي او باتور ولس يې ستايلی دی۔ ملکزي ته مبارکي وايم او په دې برخه کې يې نوره زياته بریا غواړم۔
م. کرګر / لندن