ډاکټر ویکتور فرانکل یواځینی کس و، چې د پولېنډ هیواد له هغه زندان څخه په تېښته بریالی شو، چې د انسان وژنې او انسان سوځونې په ماشین مشهور و. نوموړی په یوه لیک کې د نړۍ ټولو ښوونکو ته په خطاب کې لیکي:
– زما سترګو هغه څه ولیدل، چې د هیڅ انسان سترګې یې باید و نه ویني.
– ما د زهرجنو ګازو هغه کوټې ولېدلې، چې د نړۍ د غوره انجینرانو په لاسونو جوړې شوې دي او انسانان پکې په بد مرګ وژل کېږي.
– ما تکړه ډاکټران ولیدل، چې په ډیرې اسانۍ سره یې بې ګناه ماشومانو ته زهر په پېچکاریو کې تزریقول.
– ما هغه سیاستوال ولیدل، چې د انسانانو له ځور او شکنجې څخه یې خوند اخیست.
او ما هغه لیسانس، ماسټران او ډاکټران ولیدل، چې ژوندي انسانان یې د اور په لمبو کې سوځول.
پورته صحنو زه په علم، زده کړه او تربیت شکمن کړم د دې لپاره زه له تاسې قدرمنو ښوونکو هیله کوم، مخکې له دې چې له پوهتونونو څخه ډاکټران، انجینران او سیاستوال فارغ کړئ ټولنې ته انسانان وړاندې کړئ تر څو یو وخت له دوی څخه د مفکورو او عقیدو د پاللو په موخه وینه څښونکي لېوان جوړ نه شي.
انجینر، سیاستوال او ډاکټر کېدل سخت کار نه دی، خو انسان کېدل ډېر سخت کار دی. خپلو زده کوونکو ته ور وښیئ، چې” انسانیت “باید له هیڅ عقیدې او مفکورې قربان نه کړي او خپل علم د انسانیت پاللو په پار وکاروي. “
د ډاکټر فرانکل دې لیک مې ذهن او فکر خورا عمیق بوخت کړی و، سترګو ته مې هغه بیلابېلې صحنې نېغې ولاړې وې، چې څنګه افغانانو یو او بل په چاړو حلال کړل، څنګه یې په ژوندیو انسانانو خاورې واړولې او څنګه یې انسانان په “سپیو “وداړل.
د دې لپاره مې دا لیک را وژباړه، چې زما د جنګ ځپلي هیواد ښوونکي په ښوونځیو او پوهتونونو کې د سیاستوالو، قاضیانو، ډاکټرانو او ساینسدانانو په ځای “انسانان “وروزي تر څو د خپل ورور د وژلو په موخه بارودي واسکټ وا نه غوندي، په لویو لارو کې ماینونه خښ نه کړي او بالاخره په یو او بل ترحم وکړي.
ګرانو ښوونکو! تاسې هغه څوک یاست چې د افغانستان راتلونکی نسل روزئ او د زمونږ اینده د همدې نسل په لاس کې ده ځکه زه ستاسې مسؤلیت له بل هر چا څخه ډېر بولم او هیله لرم، چې د راتلونکي نسل ذهنیت داسې جوړ کړئ تر څو له بل هر مسلک او فکر څخه “انسانیت “ارزښتناک وبولي او هر یو یې په خپل مسلک کې د هیواد او ولس ریښتینې خدمتګاران ثابت شي.
ډیر ښه . کور مو ودان . واقعا همداسې ده، څه مو چې ویلي دي حقیقت دی او د فکر ځای دی.