یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت: اختر کې دې روغتیايي سپارښتنې په نظر کې ونیول...

روغتیا وزارت: اختر کې دې روغتیايي سپارښتنې په نظر کې ونیول شي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۸ مه)  د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي د کورونا وبا له څلورمې څپې سره د مبارزې لپاره په تیاري بوخت دي خو پر عامو خلکو غږ کوي چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي چې د اختر په ورځو کې باید خلک روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او هڅه دې وکړي چې د کورونا وبا د پراختیا مخه ونیسي.

دوی همدا راز ویلي چې د قربانۍ پر مهال دې هم روغتیايي تدابیر مراعات کړل شي او له حیواناتو د ساري ناروغیو د پراختیا مخه دې هم ونیول شي.

سرچینه کاږي چې په ډېرو ولایتونو کې د کورونا وبا مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي خو بیا هم تدابیر اړین دي او خلک یې باید مراعات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې سبا د لوی اختر لومړۍ ورځ ده او پلازمیېنه کابل کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

که څه هم د کورونا پېښې اوس مخ په کمېدو دي خو عامې روغتیا وزات اټکل کوي چې که خلک روغتیایي پاملرنې له پامه وغورځوي دا ناروغي به بیا زیاته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب