یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې نا امني؛ هره ورځ لسګونه کسان په ناقانونه لارو بهر...

افغانستان کې نا امني؛ هره ورځ لسګونه کسان په ناقانونه لارو بهر ته ځي

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۸ مه ) ترکیه وایي له ایران سره یې پر پوله هره ورځ لسګونه هغه افغانان نیسي چې په ناقانونه توګه دغه هېواد ته د اوښتو هڅه کوي.

د ترکیې د امنیتي ادارو په خبره په دې غیر قانوني کډوالو کې ګڼ ایرانیان او پاکستانیان هم شامل دي خو تر ډېره افغانان وي.

سرچینه وایي چې یوازې تېره ورځ شاوخوا ۱۶۰ غیر قانوني کډوال له ایران سره پر ګډه پوله نیول شوي چې ۵۹ یې افغانان دي.

ترکیه وایي چې په افغانستان کې د جګړو له شدت سره دغه هېواد ته د کډوالو ورتګ هم ډېر شوی دی چې له امله یې دوی لا ډېرو امنیتي تدابیرو ته اړ شوي دي.

تر دې وړاندې هم راپورونو ویلي چې هره ورځ لسګونه کسان هڅه کوي ترکیې ته او بیا له هغه ځایه اروپا ته ځانونه ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي او نا امنیو خلک اندېښمن کړې دي او هڅه کوي د ارام ژوند لپاره نورو هېوادونو ته پناه یوسي.

که څه هم په قطر کې د بیا ځلې بین الافغاني مذاکراتو پیل د خلکو هیلې راژوندۍ کړې وې؛ خو له افغانستان څخه دوحې ته د تللي پلاوي او د طالبانو د قطر د دفتر د مشرانو خبرې بې کومې ملموسې موافقې او د اوربند په اړه له پرېکړې پرته پای ته ورسېدې.

دواړو خواوو تېره شپه د قطر په وخت د ماسخوتن په ۹ بجې د خپلو خبرو په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی د دې اعلامیې جزییات له رسنیو سره شریک کړي دي.

د دې اعلامیې پر اساس دواړو خواوو موافقه کړې چې د افغانستان د اوسنۍ لانجې د پای ته رسېدو لپاره به د یوې منصفانه او تلپاتې حللارې د موندلو هڅه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب