دا د جم جوش ښار لکه چي ساه ختلې وي، لکه خلګ چي يې لوی ښامار ټول تر ستوني تېر کړي وي يوازي تشې ودانۍ معلوميږي. هره خوا خاموشي سړي ته د يو سخت درد او ويري احساس ور کوي.
خو دا خاموشي يو دم ماته سي د لويو او سپکو وسلو ډزې سي د ښځو او ماشومانو چیغي سي په کوڅو کي ځغستاوې سي.
هغه ميندې او خوندي چي چا يې پلو نه وي ليدلی لوڅ سر او لوڅي پښې خپل کوچني ماشومان په غيږ کي يوې او بلي خوا ته ځغلي غلبلې په ګډي وي.
اه خدايه اه
د دوی لاسونه د اختر د نکريزو پر ځای پخپلو او يا د خپلو په وينو سره وي.
دا اختر د هيچا نه دئ په ياد ځکه ،خو د نکريزو او رنجو دوکانونه ډک خو له خلکو خالي، انسان ته يو عالم درد ور کوي.
دا موږ به کله او تر څه وخت او ولي وژل کيږو؟
ژوند او اختر به کله کوو؟
خو د دې سره سره خلګ هيله مند دي او احساس کوي چي دا ځل به يې مشران د خپل اولس په خاطر تر خپلو خواهيشاتو تېريږي اوربند او سوله به کوي.
خو لا معلومه نده چي دا هيله به يې پوره کيږي او که به د وژنو دا لړۍ نوره هم غځيږي او تر دې به هم خونړۍ کيږي؟
د سوکاله او سوله ايز افغانستان په هيله
کندهار په اور کي سوځي او هلته په کابل کي خلک په خبر لا نه دي – چي د پردو تر شا به ددې عظيم ښار پر سر کومي معاملې کړې وي. الله دي وکړي چي دا د جنګ اخر اختر سي.