Homeخبرونهدانش: د دوحې وروستۍ خبرې په تشه اعلامیه پای ته ورسېدې

دانش: د دوحې وروستۍ خبرې په تشه اعلامیه پای ته ورسېدې

تاند(دوشنبه، د سرطان ۲۸) د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال وايي، د قطر د دوحې دوه ورځنۍ خبرې بې کومې نتیجې او یوازې په یوه تشه اعلامیه پای ته ورسېدې.

سرور دانش نن (دوشنبه) وویل«د افغانستان د حکومت د جګپوړي پلاوي او طالبانو وروستیو خبرو کومه پایله نه لرله او یوازې په یوه خالي بیان پای ته ورسېدې. موږ پر نړیوالې ټولنې او هغو هیوادونو، چې د طالبانو ملاتړ کوي، ږغ کوو چې دا ډله ګټورو او رغنده خبرو ته وهڅوي.»

د دوحې په وروستیو خبرو کې دواړو خواوو د خبرواترو پر دوام سلا وکړه خو د دوی په پرېکړه لیک کې نه د اوربند یادونه شوې او نه د اورکم.

د دوی د پرېکړه لیک یوازینی د پام وړ ټکی دا دی چې د ملکیانو ژوند او ټولګټو تاسیساتو ته به پام کوي. په تېرو دوو میاشتو کې د سلګونو ولسوالیو ودانۍ او نور تاسیسات ویجاړ شوي او سلګونه ملکیان وژل شوي دي.

د افغانستان د دولت او طالبانو د استازو ترمنځ خبرې د تېر کال له سپټمبره پیل شوي خو هیڅ پرمختګ پکې نه لیدل کېده؛ په وروستیو ورځو کې د سولې د ملي مصالحې د عالي شورا د رييس عبدالله عبدالله په مشري یو پلاوی قطر ته لاړ او د دې ډلې د قطر له مشر او نورو مشرانو سره یې خبرې پیل کړې. هیله وه چې د دوی خبرې به جدي وي او هغه ولاړه پروسه به چټکه کړي چې د تېر کال له سپټمبره راهیسې په ټپه ولاړه ده.

داسې ښکاري چې په وروستیو کې د جګړې په میدان کې د طالبانو چټک پرمختګونه سبب شوي چې سوله ییزې حللارې ته د دې ډلې لېوالتیا کمه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...