شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستاني مشرانو ته د خلیلزاد خبرداری:د افغانستان جګړه ټوله سیمه ګواښي

پاکستاني مشرانو ته د خلیلزاد خبرداری:د افغانستان جګړه ټوله سیمه ګواښي

تاند(دوشنبه، د سرطان ۲۸) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (دوشنبه) د پاکستان صدراعظم عمران خان ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان جګړه ټولې سیمې ته خطر پېښوي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې خلیلزاد نن د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د دغه هیواد د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره ولیدل.

خلیلزاد د پاکستان له دواړو مشرانو سره په کتنه کې وویل«په افغانستان کې د جګړې دوام ټولې سیمې ته خطر پېښوي او د سیمې پرمختګ پر شاتګ بدلوي.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی، چې له دوحې څخه له نهیلي کېدو وروسته اسلام اباد ته مخه کړې، د پاکستان صدراعظم او د پوځ لوی درستیز ته وویل، له سولې سره مخالفت به د سیمې د هیوادونو د اتصال، د سوداګري راکړو ورکړو د زیاتېدا او نور پرمختګ مخه ونیسي.

ده زیاته کړه«په افغانستان کې ټینګه او تلپاتې سوله د دغه هیواد د نهايي بریالیتوب او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوږدمهالو اړیکو لپاره مهمه ده.»

د پاکستان د جیونیوز تلویزیون د راپور له مخې، خلیلزاد دا خبرې پاکستان ته د یو ورځني سفر په لړ کې کړي دي.

څرګنده نه ده چې پاکستاني چارواکو ته به د خلیلزاد خبرداری د افغانستان په اړه د اسلام اباد په پالیسۍ کې څومره بدلون راوړي. خو د سیاسي چارو کتونکي وايي چې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان دا د ځان حق بولي چې په افغانستان کې باید د بریتانیايي وایسراوو په شان رول ولري؛ یعني د دغه هیواد د بهرني سیاست کنټرول یې په لاس کې وي.

له خلیلزاد سره په کتنه کې د پاکستان صدراعظم پخوانۍ خبرې، چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې یې د دغه هیواد چارواکي تکراروي، یو وار بیا تکرار کړې، ویې ویل چې په افغانستان کې جګړه او بې ثباتي د پاکستان په ګټه نه ده.

ده زیاته کړه«په افغانستان کې د جګړې پراختیا او بې ثباتي د پاکستان په خیر نه ده ځکه چې پاکستان به له جدي ستونزو سره مخامخ کړي او د کډوالو بهیر به پاکستان ته ورمات کړي خو د دې خلاف په افغانستان کې سوله د سیمې د هیوادونو ترمنځ راکړې ورکړې او اقتصادي پرمختګ ته لاره هواروي.»

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب