جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپه هند کې تندر ۵۰ کسان وژلي

په هند کې تندر ۵۰ کسان وژلي

تاند(دوشنبه، د سرطان ۲۱) د هند په اترپرديش، مدهياپرديش او راجستان ايالتونو کې تندر پرېوتو لږ تر لږه ۵۰ کسان وژلي.

په راجستان ايالت کې په يوه پېښې کې ۱۱ کسان هغه وخت ووژل شول چې د تندر پر وخت د دوولسمې عیسوي پيړۍ د يوې کلا برجو ته څېرمه یې سېلفي عکسونه اخيستل.

د راجستان وزیر اشوک ګهلوټ په خپل ټویټر لیکلي چې اوه تنه نور ماشومان د تالندې او برښنا په دوو نورو ځانګړو پیښو کې مړه شوي دي.

چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چې د هند په بېلا بېلو ايالتونو کې د موسمي بارانونو په ترڅ کې په ډېرو سيمو کې د تندر پريوتو پېښې رامنځته شوي.

دا بارانونه هر کال د سونو کسانو ژوند اخلی.

په هند کې د بارانونو د موسم پر وخت د بریښنا او تندر طوفانونه هر کال پیښېږي چې د جون له میاشتې څخه تر سپتمبر پورې دوام کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب