سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهترکمنستان ته د طالب پلاوي سفر د افغان حکومت غوسه راوپاروله

ترکمنستان ته د طالب پلاوي سفر د افغان حکومت غوسه راوپاروله

تاند(دوشنبه، د سرطان ۲۱) بهرنیو چارو وزارت ترکمنستان ته د طالبانو پر وروستي سفر غبرګون ښودلی دی.

 د یاد وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبان په داسې حال کې سیمه ییزو هېوادونو ته سفرونه کوي چې په دې وروستیو کې یې جګړو ته زور ورکړی او د همدې جګړو له امله په تېرو څو میاشتو کې ۳۵۰۰ کسانو خپل ژوند بایللی، تر ۲۰۰ زره ډېر هېوادوال له خپلو سیمو کډې کولو ته اړ شوي دي.

خبرپاڼه وړاندې لیکي، که څه هم افغان دولت تلپاتې سولې ته د رسېدو برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو د هڅو قدراني کوي خو له خپلو ټولو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو غواړي چې له افغان دولت سره په مشوره د سولې سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړتیا، د تلپاتې اوربند په ټینګښت او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکولو برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې د طالبانو یو پلاوی د ترکمنستان په بلنه نوموړي هېواد ته سفر کړی.

په قطر کي د طالبانو سیاسي دفتر وايي چي دغه پلاوی د ترکمنستان له چارواکو سره، د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو او مشترکو گټو په هکله خبری کوي.

په دوحه کي د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، محمد نعیم  وايي چي تېره ورځ د شیر محمد عباس ستانکزي  په مشرۍ د دغي ډلي یو هیئت د ترکمنستان په بلنه عشق آباد ته رسېدلی دی.

هیره دې نه وي، چې دا په تېره یوه اونۍ کې گاونډي او د سیمي هیوادونو ته د طالبانو د ډلې د استازو دریم سفر دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب