جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت، افسر میرویس ته د دوهم څارنۍ رتبه ورکړه

کورنیو چارو وزارت، افسر میرویس ته د دوهم څارنۍ رتبه ورکړه

تاند (دوشنبه د سرطان ۲۱) د کورنیو چارو وزارت سرپرست، نن د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو هغه افسر “میرویس” وستایه چې د هرات ولایت په غوریان ولسوالي کې یې د طالبانو موټربم برید هدف ته له رسیدو وړاندې له منځه وړی و.

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د سرپرست وزیر عبدالستار میرزکوال له قوله ویل شوي، میرویس اتل افسر او د مېړانې الګو ده، د نوموړي د سرښندنو درناوی کوو او ستایو یې.

د مالوماتو له‌مخې سرپرست وزیر، افسر میرویس ته د مېړانې او زړورتیا له کبله د دوهم څارنۍ رتبه ورکړه.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر او افسر میرویس

میرویس څو ورځې وړاندې د هرات ولایت په غوریان ولسوالي کې د طالبانو هغه موټربم، هدف ته له رسېدو مخکې له‌منځه وړی و چې غوښتل یې د افغان ځواکونو پر پوسته برید ترسره کړي.

په یاده پېښه کې نوموړی هم په سطحي ډول ټپي شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب