جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د جنرال سکاټ مېلر دنده پای ته ورسېده

په افغانستان کې د جنرال سکاټ مېلر دنده پای ته ورسېده

تاند(دوشنبه، د سرطان ۲۱) په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د عمومي قومندان په توګه د جنرال سکاټ مېلر دنده پای ته ورسېده.

امریکایي چارواکي وایي د غوڅ ملاتړ د ماموریت د عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر دنده نن دوشنبه پای ته ورسېدله.

دغه کار ته په افغانستان کې د امریکا د «اوږدې جګړې» د نمایشي ختمېدو په سترګه کتل کیږي.

جنرال میلر په افغانستان کې په روانې جګړې کې د بهرنیو ځواکونو د جکړې مشري په غاړه لرله.

میلر به د امریکا د پوځ څلورم جنرال دی چې په افغانستان کې یې کار کړی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د اګست په ۳۱ به په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو جګړو ته زور ورکړی دی او ځینې سیمې یې نیولې دي.

له دې وروسته دغه دنده د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک کینټ مکینزي پر غاړه لري.

مکینزي په کابل کې د خپلو نوي ماموریت پیلولو پر مهال جوړ شویو مراسمو ته ویلي، افغان ځواکونه چې امریکا یې ملاتړ کوي، د مرکز او ولایتونو د ساتنې لپاره سختې مبارزې ته ژمن دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب