دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeټولنیزخدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک؟؟

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک؟؟

ډاکټر منقادالرحمن رودوال

آه ګاونډیه! مونږ به تل ویل چې مقری صاحب مو ښه ګاونډی دی. نور به یې نه وایو د دې لپاره چې ته نه شې رایاد.

آه ګاونډیه!

هر څوک دې رانه پوښتنه کوي. خلک ډير ناځوانه دي شل ځل مې ورته وویل چې مه یې رایادوۍ. خو باور وکړه مقری صاحب دا خلک همدومره بې رحمه دي. که ژوند و سږ به بیا ژمی شي مونږ به بیا وچې شوتلې پخې کړو خو ته خدای ته وګوره خپله سپیڅې ارواه د هنرونو او حماسو خالق ته ودروه چې تا رایاد نه کړي.

نورمحمد دین سلماني ته نه ورځم هغه ستا ډیرې کیسې رایادوي  او ما ځوروي. زه غواړم تا هیر کړم. نور د خپل کور بام ته نه خیژم چې ستا کور ونه ګورم او زړه مې دی له دریم سړک نه کډه وکړم چې ته نه شې رایاد. ستا د راکړو سندرو فلش چیرته لرې غورځوم او نور له ملګرو سره د موسیقي بنډار نه کوم.

ای خلکو! ګورۍ زه ډیر لیونی سړی یم په ما پام کوۍ چې د لارې د سر هوټلونه په تیږو ونه ولم چې نوره دې موسیقي نه غږوي او نور ملي تلویزیون نه ګورم چې بیا مې په غوږونو کې دا د ازادۍ خاوره ازانګه ونه شي.؟

ازادي؟ ازادي!

اوه اوه اوه….. دا خو هم هغه کلمه ده چې ستا د خوږې سندرې ازانګې ورسره زمزمه کیږي زه خو په دې کلمې مین یم. اوس به څه کیږي خدایه!؟

دا کلمه خو ماته ستاسو سره ټولې کړې هغه کیسې یادوي چې تاسو راسره زمونږ جومات ته په مخامخ چوتره کولې.

رښتیا جومات؟

دا خو هغه جومات دی چې تاسو به یې په روژه کې هر ماښام مخ ته لنګر شروع کړ او خوارانو او فقیرانو نسونه مو مړول. مقری صاحب خلک دروغ واي تاسو نه یې مړ شوي ستاسو تصویرونه خو زمونږ په چم مالت کې ژوندي ګرځي راګرځي او که نه ستاسو ارواه مونږ په ارام نه پریږي؟ د ګاونډیتوب حق غواړي؟

ښاغلي عبدالهادي مجروح! وروره که زما لیکنه لولې نور له کویټې نه له مانه د مقري صاحب پوښتنه مه کوه. نور ورته زه ستاسو سلام نه شوم ویلی هغه یې نه اوري او په ابدي خوب ویده  شوی دی. داسې چې ویښه راواه یې ګرځي او د ازادۍ سندرې وايي. تاسو لطفا هماغه واورۍ مونږ نور د مقري صاحب ګاونډیان نه یو ځکه هغه مونږ پریښودو او له ماسره د بنډار وعده یې پوره نه کړه!

بس یارانو زمونږ ستاسو ژمنه شوه نور مقری صاحب نه یادوو بیا مو زړونه خپه کیږي.

راځۍ یو څو ټوکې رایادې کړو چې ډاکټر صاحب نبي مصداق له پښتو انګریزي ته ترجمه کړي. شاید دردوونه مو هیر کړي د مطبوعاتو تالار کې اطلاعاتو او کلتور وزارت کې پرې غونده وشوه ما پرې لیکل کړي خو مصداق صاحب ته به دومره ووایو چې ښاغلی مصداق  صاحب ستاسو د ټوکو په کتاب لیکلی باب مې نیمګړی پاتې شو بیا پرې سره ونه غږیدو؟ تاسو هم کډه کړې. ما درته ویلي وو. ما هم  هم ډيرې پښتو ټوکې په انګریزي لیکلي تاسو راته ويلي وو چې زه یې درته ګورم خو ومو نه کتلې. تاسو هم د مقري صاحب په څیر خپله وعده نیمګړې پریښوده خو خو زما ټوکې ستاسو په څیر ښکلې نه دي.  رښتیا تاسو خپله هم ډير ښکلي یاست .الله ج څومره ښکلې بشره درکړې. خاورې دې خدای ونه بښي چې ستاسو دا ښکلې بشره خاورې کړي.

رښتیا د دردرونو هیرولو لپاره ناول ښه ادبي ژانر دی. سړی یوې بلې دنیا ته یوسي هلته د هر چا خپله خپله کیسه وي. ناول تر سندرو او ټوکو ډیر خوندور دی. سندره او ټوکه دي څو شیبې له درده لرې ساتي خو ناول دې شپې ورځي یوې بلې رنګینې نړۍ ته بیايي تا ته ستا د فکر او روح په قوت ښه سیاحت درکوي. د ناول سره سفر ډیر خوندور سفر دی او تاسو پوهیږۍ دا کمال په هر چا کې نه وي. هر څوک دا ډول کیسې نه شي کولی دا ډیرې نا ویاته کیسي دي هر څوک د بغدادي پیر اصله څيره نه پیژني او هر چا ته دا کیسه په خپل اصلي شکل نه ورځي خو  داسې ویل کیږي چې د ناولونو د خوندور سفر سړی هم دا ځل په ډیر اوږد سفر تللی او د تل لپاره تللی مونږ ته یې خپلې نایابه کیسې پریښي او نورې نورې کیسې یې الله ج په مونږ نه دي لورولي. شاید مونږ به د بغدادي پیر د کیسو حق درست نه وي ادا کړی ځکه بغدادي پیر د کیسو څښتن یوه ډيره له برکته ډکه منوره او  درنه او سنګینه سټه لرله چې شاید زمونږ به ورته پام و یا نه خو که یو کیسه خوان سړی پرې خبرې وکړي تر ناولونو هم خوندورې دي خو ایا دا نیمګړی ژوند به ددې فرصت هم چاته ورکړي او که نه؟ دروغ ده چې وايي ژوند د سترګو د رپ په څیر تیریږي. دروغ ده  د سترګو رپ خو لږ تر لږه یوه  شیبه اخلي ژوند تر شیبو هم نیمګړی دی ناولونه خو لاپریږده لکه د ناولونو د کیسو د څښتن په څیر چې لکه د نور د پړک په څیر چې  بیا ګورې نو نه ښکاري.

وايي چې ژوند یو خوب دی خو په دې خوب کې دير نور خوبونه راځي چې انسان یې د ابدي خوب په سفر له ځانه سره نیګړي وړي.

ژوند ځکه نیمکړی دی چې د نیمکړو خوبونو څښتن یې هم له خپلو نیمکړو خوبونو سره وړی دی . رښتیا ویام باوري صاحب د نارنج ماڼۍ د ترمیم لپاره نیمګړی خوب ناویلی له ځان سره یووړ.

خدازده که بیا څوک داسې ښکلي نارنجي خوب ووینې. نور چې مونږ د قرغې بند ته ځو نو د باوري صاحب نیمکړی کیسې به مو لکه نیمګړی خوب سترګو سترګو ته کیږي.

هیڅ خندا مې له دې خلکو سره نشي

ژړوي مې هغه تللي تليي خلک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب