جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنبیل: طالبان غواړي د پاکستان پوځ سره په همغږۍ په جنوب کې...

نبیل: طالبان غواړي د پاکستان پوځ سره په همغږۍ په جنوب کې عملیات پیل کړي

تاند (دوشنبه د سرطان ۲۱) د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، طالبان غواړي چې د خپلو مشرانو په حکم او د پاکستان پوځ سره په همغږۍ د افغانستان په جنوبي سیمو کې پراخ عملیات پيل کړي.

ښاغلي نبیل په خپل ټوېټرپاڼه په یوه ټویټ کې لیکلي،‌ «د کندهار لپاره د طالبانو تش په نامه والي حاجي یوسف چې د وفا په نامه پیژندل کیږي د طالب مشرانو په دستور او د پاکستان د فوځ سره په همغږۍ په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په سویل کې په لویه او پراخه کچه د عملیاتو/حملو لپاره چمتووالی نیسي،»

نبیل د خپل ټویټ په دویمه برخه کې لیکلي، «د دوی ستراتیژي دا ده؛ په داسې حال کې وکولی شي چې د افغانستان په شمال کې دوی خپله واکمني وساتي، په جنوب د افغانستان کې خپل اعظمي فشار راوړي.»

د افغانستان د ملي امنیت دغه پخوانی رییس وایي، ډاډه نه دی چې طالبان به په خپله دغې هڅه کې بریالي شي، او زیاته کړې یې ده چې، «که څه هم زه شک لرم چې دوی به په دې ناوړه پرېکړه کې بریالي شي، بلکې ماته به وخوري، یوازې د ډېر مرګ، ویجاړتیا او بې ځایه کېدلو لامل به وګرځي.»

ویل کیږي چې، په افغانستان کې د ثور له ۱۱مې راهیسې چې د نړۍ وال ائتلاف ځواکونو له افغانستان څه د وتلو کار چټک کړ، طالبانو په لیرې پرتو سیمو کې په افغان ځواکونو باندې بریدونه پیل کړل چې حکومتي ځواکونو په هوایي بریدونو سره ځواب ورکړ او په دې ترڅ کې له دواړو جنګي لوریو او ځایي ملکي خلکو څخه په زرګونو افغانانو ته مرګوني تلفات ور واوښتل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب