جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ایټالیا د اروپایي ملتونو د جام اتله شوه

ایټالیا د اروپایي ملتونو د جام اتله شوه

تاند ( دوشنبه، د سرطان ۲۱) د اروپا فوټبال جام پایلوبه کې له يوې په زړه پورې لوبې وروسته ايټاليا اتلولي خپله کړه.

ايټالیا په پينالټي شاټونوکې وکولای شول، چې انګلستان ته ماته ورکړي او اتلولي ترلاسه کړي.

یاده لوبډله نن د اتلولۍ له ګټلو وروسته خپل هېواد ته ستنه شوه او په روم کې له تاوده هرکلي سره مخامخ شول.

دا لوبه تېره شپه ترسره شوه او په کې انګلستان له ماتې سره مخ شوه.

انګلستان د لوبې په پیل کې مخکښه وه، خو د ایټالیې لیونارډو بنوچي بیا د لوبې په ۶۷مه دقیقه کې په انګلستان ګول ترسره کړ او لوبه یې ورسره برابره کړه.

د لوبې په وروستیو کې ایټالیې په پینالټي شاټونو د ۳-۲ ګولونو په توپير په پایلوبه کې اتلولي خپله کړه.

ايټالیا په دې سره د دوهم ځل لپاره د یادو لوبو اتله شوه.

د ۱۹۶۶ کال کې د نړیوال جام له ګټلو وروسته دا لومړی ځل و چې انګلستان دومره سترو سیالیو کې پایلوبې ته لار پېدا کړې وه.

1 COMMENT

  1. مزه ئې وکړه.
    ګومان نه کوم یو ایټالوی متعصب مینه وال ( البته ایټالویان اکثراً اوس هم د موسولینی په تبه اخته دی ) هم ما غوندی خوښ وی البته د خوښۍ جنس مو توپیر سره لری، هغه به د ګټلو له امله خوښ وی او زه د انګریز د بایللو له امله.
    یو څو ترخې څرګندونی:
    د کریکټ او فوټبال لوبه د انګریزانو لخوا ابداع سوېده. فوټبال په زړه پوری لوبه ده چی ډیر تئوریکی او پراکتیکی مینه وال لری امّا کرکټ یوه استعماری لوبه ده چی د انګریز په استعماری منظومه کی تر سترګو کیږی. د طالب او پنجابی مینه د کرکټ سره د سخت تحلیل وړ ده. د کرکټ د ډنډې او توپ د اصابت او ټکر څخه تولید سوئ ږغ د یو مرموز پیغام لېږونکئ دئ چی متأسفانه پښتون مینه وال ئې د درک څخه عاجز دئ.
    انګریز که څه هم د فوټبال په لوبه کی د ښه استعداد خاوند دئ خو د لسیزو لسیزو را پدېخوا ئې لاس د نړیوال او اروپائی جام د ګټلو څخه لنډ دئ. د دویمی الیزابتی د ژوند د اوږدوالی یوازنی اُمید شاید د همدې اروپائی جام په ګټلو کی نغښتئ ؤ چی دا اُمید هم په خوټو ووهل سو او احتملاً ۲۰۲۲ کال به الیزابت …….
    انګریز په ( یوه) لوبه کی ډیر بریالی دئ
    یعنی
    زموږ په سیمه کی د استعماری او استحماری ګټو د لټون د نتیجې په لوبه کی.
    زموږ پښتون ورور ( مجاهد، مارکسیسټ، نشنلیسټ، لیبرال، پیر، ګیلانی، مجددی، طالب، تکنوکرات، دغه او هغه ګوند او…… همیشه د انګریز د لوبو مسحور او مقهور او مفتون او قربانی سوئ دئ خو اعتراف ور ته سخته خبره ښکاری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب