تاند (دوشنبه د سرطان ۲۱مه) د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د ملي او پوځي بنسټونو ویجاړول او ضرر ور رسول د افغانستان لپاره سخت تاوان دی او باید ډډه ترې وشي.
دوه ورځې مخکې داسې خبرونه خپاره شول چې د پخواني ولسمشر د دفتر رییس عبدالکریم خرم چې ویل کیږي پخوا یې له اسلامي ګوند سره اړیکې لرلې، د افغانستان ملي اردو په خرابو نومونو یاده کړې وه چې د خلکو سخت غبرګونونه یې راوپارول.
دغه راز، په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې ویډیوګانې او عکسونه ښیي چې طالبان په یو شمېر نیول شویو سیمو کې حکومتي ودانۍ او تاسیسات چې د هغوی لاس ته لوېدلي دي، ویجاړوي.
ښاغلي حکمتیار وروستیو پرمخګتونو او د وضعیت بدلون ته په اشاره ویلي، «د افغان ملي پوځ له منځه وړل به تاریخي اشتباه وي، په کار ده چې دا ځل افغانان ملي بنسټونه له لاسه ورنه کړي،»
حکمتیار زیاته کړې، «بنسټونه د افغانانو ملي شتمني ده او تخریب یې په هېڅ صورت د بخښلو وړ نه دی.»
وروستي تاریخي سندونه ښیي چې د افغانستان پخوانۍ ملي اردو چې د امیر شېرعلي خان له وخت نه په مدار مدار پرمخ تللې او یو وخت د سیمې په کچه تر ډېرو ښه اردو وه، په ۱۳۷۰مو کالونو کې د پاکستان جوړ افغان جهادي ډلو په لاس له منځه وېوړل شوه.
یو شمېر نه تایید شوي راپورونه وایي چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف په ۱۹۹۰مو کالونو کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغه ویاړي چې د افغانستان سل کلنه اردو یې له منځه وېوړله.
د پوځي چارو شنونکي وایي، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او په ځانګړې توګه د کومانډو او ځانګړیو ځواکونو جوړول چې په سیمه کې کم ساری لري، له هغو مهمو کارونو څخه وو چې نړۍ والې ټولنې په تېرو شلو کالونو کې د افغانستان لپاره وکړل، خو یو شمېر ګاونډي هېوادونه یې د تخریب هڅه کوي.